د فوټبال له ستوري لیونل میسي د چینیانو تود هرکلي
CMG2023/06/19 14:53:02
شريکول:

د فوټبال مشهور ستوري لیونل میسي په دې وروستیو کې چین ته سفر وکړ چې د تودوخې له لوړې درجې سره سره يې زرګونه چیني مینه والو هرکلی وکړ.

په دې سره نړۍ ته د چینایانو مهرباني او صمیمیت منعکس شو.

د اې پي او رویټرز په شمول مشهورو بهرنيو خبري رسنيو له میسي څخه د چینایانو د تاوده هرکلي خبرونه په پراخه توګه منعکس کړي دي.

په دغو خبرونو کې د چيني مينه والو شوق او ذوق او له خوښیو ډکه فضا انځوره شوې.

په چين کې له ميسي د خلکو د تاوده هرکلي او د هغه د لسګونو زرو مینه والو راوتلو شيبې په بهرنيو ټولنيزو رسنيو کې ډېرې منعکس شوې او له دې څخه نړیوالو ته د چینایانو حقیقي مهرباني او مینه په ډاګه شوې ده.

بېجينګ ته د ارجنټاین د فوټبال لوبډلې په ۵ ورځني سفر کې د جون د ۱۵مې ماښام ډېر د پاملرنې وړ و، چې په همدې ماښام يې د بېجينګ د کارګرو په ستډيوم کې د استراليا له لوبډلې سره د دوستۍ لوبه تر سره کړه. په دغه لوبه کې د فوټبال ډېرو زياتو مينه والو د ارجنټاين د لوبډلې جامې چې ۱۰ ورباندې لیکل شوي پر ځان کړې او په لوړ آواز يې میسي، میسي شعارونه ورکول. د يوې بهرنۍ رسنۍ په تبصره کې ويل شوي، دا چې چین کې د میسي مینه وال زیات و، نو دغه لوبه د ميسي او د ارجنټاين د لوبډلې لپاره داسې شوه لکه د خپل هېواد په میدان کې روانه وي. ميسي د دغې لوبې د پيل په شېبو کې يو ګول وواهه او د لوبې په پای کې د ارجنټاين لوبډلې د دوو امتيازونو ترلاسه کولو سره بری خپل کړ. دغه لوبه د لوبغاړو هڅو او د فوټبال چیني مینه والو د چکچکو له امله ارجنټاین وګټله. ميسي ويلي، چې چين ته سفر کې يې له فوټبال سره د دغه هېواد د خلکو مینه او ذوق احساس کړی دی.

د فوټبال یوه چیني مينه واله جانګ جياو د دغې لوبې د نندارې لپاره آن له شانګهای څخه بېجينګ ته راغلې. هغه وايي په ۲۰۰۶م کال کې، چې هغه وخت کې يې عمر ډېر نه و، د ميسي مینه واله شوې ده. جانګ جياو د ميسي هېواد يعنې ارجنټاين ته هم سفر کړی او د نړيوال جام تېرې درې دورې يې کتلې، چې په دغه بهير کې يې د نړۍ له سیل سره علاقه پيدا کړې او نوي ملګري پيدا کړي دي.

د چين د فوټبال مينه والو کيسو نه يوازې نړيوالو ته له فوټبال او سپورټ سره د چينايانو مينه او هم د چينايانو ورخلاصون، شوق او مهرباني څرګنده کړې، بلکې د عصري چين فعال او حياتي ځواک يې ښودلی او د چين په اړه يې د ځينو لوېديځو رسنيو بې ځايه او ناوړه معلومات غلط ثابت کړي دي.

فرانسوي کارپوه جوليو سيبالوس چې په چين کې يې ۲۵ کاله ژوند کړی وويل، د لوېديځو هېوادونو ډېری خلک د دغو هېوادونو له خوا د تصوير شوي چين په اړه شک لري او د دې کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی. زياتو لوېديځو رسنيو معلوماتو کموالي او يا تعصب له امله د چين په اړه بې ځايه او ناوړه خبرونه خپاره کړي او د چین په اړه يې خلکو ته ناسم او غلط معلومات ورکړي دي.

چينايان څه ډول خلک دي؟ چين څنګه دی؟ له سلو ځلو اوريدنې څخه يوځل کتنه ښه ده. د کلمبيا ځوان جوناسن په ۲۰۲۱م کال کې په چين کې د خپل ۳ کاله ژوند په اړه تجربې شريکې کړې. هغه وويل، چې د بهرنيو رسنيو د ادعا له مخې د چين ټېکنالوژۍ د غلا او کاپي پر مټ پرمختګ کړی، نو ولې د بېجينګ جونګ ګوان څون او يا د شن جن د ټېکنالوژۍ سيمه هره ورځ د چټک پرمختګ په حال کې ده؟ ولې په چين کې خوځنده تاديات، فضايي چارې، ګړندي اورګاډي او بنسټيز تاسيسات دومره پرمختللي او د حيرانتيا وړ دي؟ نوموړي وويل، چين ته يې له راتللو وروسته دا درک کړې، چې د لوېديځو رسنيو په تبليغاتو کې چين د رښتيني چين په پرتله لږ تر لږه ۲۰ کاله وروسته پاتې دی.

د هسپانيا ليکوال جوليو سيبالوس، چې په چين کې ډېر کاله ژوند کړی، وايي لوېديځ خلک دې چين ته لاړ شي او مستقيم معلومات دې راټول کړي، چې دا به د چين په اړه زموږ د مناسبې پېژندې د جوړولو لپاره ګټوره وي.

چين ته د ميسي سفر د چين او نړۍ ترمنځ د متقابل تفاهم د پياوړتيا کړکۍ بلل کيږي. نننی چين له حياتي ځواک څخه ډک او له نړۍ سره نږدې اړيکې لري. چينايان هرکلی کوي، چې د بېلو بېلو هېوادونو ملګري له دغه هېواد څخه ليدنه وکړي او رښتينی چين پېژني.