چین ګانګ له انټوني بلینکن سره وکتل
CMG2023/06/19 14:53:01
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ د جون په ۱۸مه نېټه په بېجینګ کې له خپل امریکايي سیال انټوني بلینکن سره خبرې اترې وکړې.

چین ګانګ وویل، د چین او امریکا اړیکې په تاريخ کې تر ډېرې خرابې شوې دي، دا د دواړو هېوادونو د خلکو له بنسټیزو ګټو او یا د نړیوالې ټولنې له ګډې هیلې سره سمون نه لري. د امریکې پر وړاندې د چین تګلارې دوامدارې او ثابتې دي چې د متقابل درناوي، په سوله کې ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ له اصولو سره سمې ټاکل شوې دي. دواړه خواوې باید دغه اصول په ګډه مراعات کړي. چین له امریکې سره د ثابتو او رغنده اړیکو د جوړولو لپاره ډېر کوښښونه کړي او تمه لري چې واشنګټن د چین په اړه عیني او سمه پېژندنه ولري، د خپلمنځي اړیکو سیاسي بنسټ ښه وساتي او اختلافونو د حل لپاره په سړه سینه معقول چلند غوره کړي. دواړه خواوې باید په جدي توګه د رئیس شي جين پينګ او ولسمشر جوبایډن ترمنځ په بالي ټاپو کې شوي توافقات پوره تطبیق کړي او د چین او امریکا ترمنځ اړیکو د عادي کېدو لپاره هڅوونکی رول ولوبوي.

وزیر چین ګانګ دې ته په اشارې سره چې د تایوان مسئله د چین ملي او سترې ګټې دي او د چین او امریکا په اړیکو کې تر ټولو مهمه موضوع ده او ستر خطر هم لري. بېجینګ له واشنګټن څخه غواړي چې د یو چین پېژندنې اصل او د چین او امریکا ترمنځ د درېیو ګډو اعلامیو جدي مراعات وکړي، له چین څخه د تایوان د جلا کېدو د نه ملاتړ ژمنه دې پوره کړي.

دواړو خواوو د چین او امریکا د عمومي اړیکو او د اړوندو موضوعاتو په هکله اوږد او ژور بحثونه او د نظر رغنده تبادلې وکړې.

دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو مشرانو ترمنځ په بالي ټاپو کې شوي توافقات په ګډه تطبیق کړي، خپلمنځي توپيرونه دې ښه کنټرول کړي او خپلمنځي ډيالوګ، تبادلې او همکارۍ پرمخبوزي.

دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې تماسونه وساتي. بلینکن چین ګانګ ته بلنه ورکړه چې له امریکا څخه لیدنه وکړي. چین ګانګ وویل چې په مناسب وخت کې به امریکا ته سفر وکړي.

دواړو خواوو موافقه وکړه چې د چین او امریکې د اړیکو د لارښوونکو اصولو په اړه مشورې ته به دوام ورکړي.

دواړو خواوو موافقه وکړه چې د چین او امریکې د ګډ کاري ګروپ مشورې پرمخبوزي چې په خپلمنځي اړیکو کې مشخصې ستونزې حل کړي.

دواړو خواوو موافقه وکړه چې د خپلمنځي کلتوري او ښوونیزې تبادلې پراخې کړي، د چین او امریکې ترمنځ د مسافر وړونکو پروازونو د زیاتېدو په اړه رغنده مشورې وکړي، یو د بل د لا زیاتو زده کوونکو، کارپوهانو او صنعتګرو او سوداګرو د سفرونو هرکلی کوي او یو بل ته به اړوندې اسانتیاوې برابرې کړي.

دواړو خواوو د ګډې پاملرنې وړ مهمو نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو په هکله هم بحثونه او د نظریو تبادلې وکړې.  (هیله)