چين ګانګ: چين او جرمني بايد د تقابل پر ځای همکاري وکړي
CMG2023/06/20 10:53:35
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د جرمني د بهرنيو چارو له وزيرې انالينا بايربک سره ټيليفوني خبرې وکړې.

چين ګانګ بايربک ته وويل: د چين پرمختګ د جرمني لپاره ګواښ او ننګونه نه ده، بلکې يو فرصت دی، چين او جرمني بايد د تقابل پر ځای همکاري وکړي. چين سوله ييزې او خپلواکې ډيپلوماتيکې تګلارې او د متقابلو ګټو پر بنسټ پرانيستې کړنلارې ته غاړه ږدي او غواړي له جرمني سره د متقابل درناوي پر اساس د اختلافونو مخه ونیسي،اجماع ته ورسېږي، د ګډو ګټو پر اساس راکړې ورکړې، همکارۍ، سالمې او ثابتې اړيکې وساتي، د اقتصاد له نړيوال کېدو په ګډه ملاتړ وکړي، د ځنځيرونو له ماتولو سره مخالفت وکړي، ریښتینی څو اړخیزم عملي کړي، د سیمې او نړۍ سوله او ثبات وساتي او نړۍ ته لا زيات ثبات او ډاډمنتیا ور وبښي.

بايربک وويل، جرمني د يو چين پر تګلارې ټينګار کوي او غواړي له چين سره په هره کچه تبادلې او تګ راتګ ژور کړي او د تجارت، له اقليمي بدلون سره د مقاومت، دوامدار پرمختګ او کولتور په ساحه کې يو له بل سره همکارۍ پياوړې کړي. (ژباړه: شکريه)