د چین صدراعظم لي چیانګ پر ځايي وخت د جون د ١٩مې نېټې په سهار د برلين په جمهوري ماڼۍ کې د دغه هېواد له ولسمشر فرانک والتير ستېنميير سره وکتل.
لي چيانګ وويل، چين تل له جرمني سره اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي.
ده وویل: له صدراعظم اولاف شولزسره مې د چین او جرمني حکومتونو د اوومې مشورتي غونډې ګډه مشري وکړه او هدف دا دی چې د دواړو هېوادونو د مشرانو موافقې په ښه توګه عملي شي، یو پر بل باورونه زیات شي، شکونه او بې باوري لرې شي، د دوه اړخيزو همکاريو لپاره نوي فرصتونه وموندل شي، د چين او جرمني د هر اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکه پياوړې شي او د دواړو هېوادونو د ملي ګټو پرمختګ د نړيوال اقتصاد له پرمختګ سره مرسته وکړي.
ستېنميير څرګنده کړه چې جرمني غواړي د چين د يو باوري ملګري په توګه په ګډه سوداګريزه آزادي وساتي او د اقليمي بدلون په شان ننګونو سره مقابله وکړي. جرمني د اړيکو له پرېکون او ډله ييز تقابل سره مخالف دی، غواړي له چين سره اړيکې ټينګې کړي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.