په امریکا کې یوه پلار خپل بچیان په ډزو وژلي
CMG2023/06/20 10:33:12
شريکول:

نن د جون ۱۸مه د پلار ځانګړې ورځ ده، د پلار ورځ په حقیقت کې په امریکا کې ټاکل شوې او اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځل کېږي.

خو له بده مرغه چې سږ په دې ورځ د امریکا په اوهایو ایالت کې یو ۳۲ کلن سړي خپل درې بچیان لومړی کتار درولي او ټول يې په ډزو وژلي دي.

دا خبر ډېر بوږنونکی دی

د امریکې د سوداګرۍ وزارت د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه د تش په نوم بشري حقونو مسئلې په پلمه د چین پر ځينو تصدیو بندیزونه ولګول او په دوامداره توګه يې پر چین تورونه لګوي چې د دوی په وینا له بشري حقونو سرغړونه کوي.

خو په خپل هېواد کې يې د ګرمو وسلو د تاوتریخوالو په شمول له بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو د مخنيوي لپاره هېڅ اغېزناک تدبیر نه دی نیولی.

په هره کورنۍ کې پلار ته په درنه او احترام په سترګه کتل کېږي او ورځ يې نمانځي د امریکا په اوهایو ایالت کې د یادې پېښې له امله د ډېرو امریکايانو زړونه داغي شوي دي.

د یادولو وړ ده چې تېر کال هم د پلار ورځې د رخصتۍ په بهیر کې د امریکا په نیویارک ښار په حلین سیمه کې د ډزو پېښه وشوه چې له امله يې یو تن وژل شوی او ۸ نور ټپيان شوي وو.

ډېری امریکایان په خپل هېواد کې د ټوپک او ګرمو وسلو په بریدونو کې سخت غمجن شوي دي. خو د امریکا حکومت په دې اړه سوړ غبرګون ښودلی چې له دې امله د دغه هېواد خلک نهیلي شوي دي.

د امریکې د Virginia Mercury ویرجینا میرکوري رسنۍ په دې وروستیو کې د یوې لیکنې په خپرولو سره وویل، د سږ کال لا نیمايي شوی نه دی، په امریکا کې د ټوپک او ګرمې وسلې د بریدونو څه باندې ۲۹۰ لویې پېښې شوې او له امله يې شاوخوا ۱۴ زره کسان وژل شوي دي. حکومت څه وخت به دغو پېښو ته جدي پاملرنه کوي؟ سیاستوالو هر ځل چې په امریکا کې د ټوپک ډزو لويې پېښې وشي، بیا وروسته خواشیني څرګندوي، خو د ټوپګ ګرځولو د مخنیوي لپاره يې هېڅ اغېزناک تدبیر نه دی نیولی.

په داسې حال کې چې د خپلو خلکو خوندیتوب او امنیت ښه نه دی تضمین کړی، واشنګټن په پر له پسې توګه د بشري حقونو په پلمه پر نورو تورونه لګولي. خو نړیواله ټولنه د دغه هېواد پر هدف او مقصد پوه شوې ده.

کله چې واشنګټن د سږ کال په مارچ کې د ۲۰۲۲م کال لپاره د نورو هېوادونو د بشري حقونو حالت راپور خپور کړ، د بریتانیې لیکوال علي اکبر روف د یوې مقالې په خپرولو سره پر امریکې نیوکې کړې چې د خپل تسلط د ساتلو لپاره  له بشري حقونو له پلمې د اوزار په توګه کار اخلي او په پر له پسې توګه يې په دې پلمه خپل سیالان ځپلي.

بله خوا، د میکروسافټ شرکت بنسټ ايښتودونکي بیل ګیټس چې څو ورځې مخکې چین ته راغلی، په بېجینګ کې په خپله وینا کې د چین لوړه ستاینه وکړه چې د بېوزلۍ له منځه وړلو او د خلکو روغتیا د ساتلو لپاره يې ستر بریالیتبونه تر لاسه کړي دي. دا معنا هم لري چې چین د بشري حقونو د تضمین او پرمختګ په برخو کې د لیدو وړ بریالیتوبونه ګټلي دي.

د ځينو امریکايي رسنیو خبر ورکړ چې د امریکا سوداګرۍ وزارت د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه د تش په نوم بشري حقونو مسئلې په پلمه د چین پر ځينو تصدیو بندیزونه ولګول، موخه يې دا ده چې چین ته د انټوني بلینکن له سفر ملاتړ کوي. خو له دې څخه ښکاري چې واشنګټن ښايي پر ځان کافي باور نه لري.