د چين استازي د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان مسئلې په اړه د چين دريځ بيان کړ
CMG2023/06/20 10:54:45
شريکول:

د چين استازي د جون په ۱۹مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۳مه غونډه کې د افغانستان مسئلې په اړه د چين دريځ بيان کړ.

د چين استازي په خپله وينا کې وويل، چين د افغانستان نږدې ګاونډی دی او د ښځو او نجونو په شمول د ټولو افغانانو حقونو او ګټو ته پاملرنه کوي. د افغانستان سرپرست حکومت له واکمنېدو راهيسې يې څو څو ځلې د ښځو د حقونو ته پر درناوي او خونديتوب تاکيد کړی. چين هيله لري چې اړوندې تګلارې پلې شي او د افغانستان له سرپرست حکومت څخه هيله لري، چې له ټولو خواوو سره د دوستانه سلامشورو له لارې اړوندې مسئلې حل کړي. د افغانستان مسئلې حل يو مجموعي او سيستماتيک پلان ته اړتيا لري. چين په دې نظر دی، چې نړيواله ټولنه بايد د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او د خبرو اترو له لارې دې د نرمو او ثابتو تګلارو د پلې کولو په پار د افغانستان د سرپرست حکومت لارښوونه او هڅونه وکړي.

د چين استازي پر دې ټينګار وکړ، چې بهرني ځواکونه په ۲۰۲۱م کال کې په غېرمسئوولانه توګه له افغانستان څخه ووتل او له امله يې جګړې ځپلی افغانستان له نويو ستونزو سره مخ شو. په افغانستان کې نړيوالې مرستې ډېرې کمې شوې، پر دغه هېواد يو اړخيز بنديزونه زيات شوي او اقتصادي پرمختګ يې محدود شوی او د بشري وضعيت سخت شوی دی. د افغانستان ملي شتمني په څرګنده غلا او برمته کړی شوې او دا کار د ښځو او نجونو په شمول د ټولو افغانانو د ستونزو د سختوالي سبب شوی. نړيواله ټولنه بايد د افغانستان اوسنیو ستونزو ته په غور او د عیني واقیعتونو په رڼا کې وګوري او د ټولو افغانانو د بنسټيزو حقونو د ساتلو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.