امریکا باید له چین سره د اړیکو د ښه والي لپاره اغېزناک تدبیرونه غوره کړي
CMG2023/06/21 10:47:14
شريکول:

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د جون په ۱۹مه نېټه له چین څخه لیدنه پای ته ورسوله. د ده د سفر په ترڅ کې، د چین د دولت رئیس شي جين پينګ ورسره وکتل، د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ او پخواني وزیر وانګ يي په جلا جلا توګه ورسره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د رئیس شي جين پينګ او ولسمشر جوبایډن په بالي ټاپو کې تر لاسه شوې اجماع په ګډه تطبیق کړي، له دې څخه د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي نښه ښکاره شوې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جون په ۱۹مه نېټه چین ته د بلېنکن سفر په اړه وویل، چې اوس چین او امریکا په سم لوري روان دي.

نړیوالو رسنیو چین ته د بلېنکن دغه سفر ته ډېره پاملرنه کړې او ويې ویل، چې د چین او امریکا ترمنځ صادقانه تبادلې د خپلمنځي توپیر د کنټرول او د شخړې د مخنیوي لپاره ګټورې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ له بلېنکن سره په خبرو اترو کې په اشارې وویل، اوس د چین او امریکا اړیکې په تاريخ کې تر ډېرې ترینګلې شوې دي، اصلي لامل يې دا دی چې امریکا د چین پر وړاندې ناسم پوهاوی لري او ناسمې تګلارې غوره کوي. واشنګټن باید په دې اړه ژور غور وکړي. دغه ناسم پوهاوی یانې امریکا چین خپل عمده سیال او دایمي ستونزه بولي او له یوې خوا له چین سره د شخړې څخه د ډډه کولو څرګندونې کوي او له چین سره يې تبادلې او ډیالوګ وغوښتل، بله خوا له چین سره ډېرې ناسمې سیالۍ او د چین د پرمختګ مخنیوی کوي. چین ته د بلېنکن تر سفر مخکې، امریکا د پوځي چارو او بشري حقونو چارو په پلمه د چین پر ځينو تصدیو بندیزونه ولګول.

واشنګټن د چین پر وړاندې دغه شان دوه ګوني تدبیرونه نیولي، د چین او امریکا اړیکې څنګه ښه والی کولای شي؟ که امریکا غواړي له چین سره اړیکې ښې کړي، نو باید اغېزناکې کړنې غوره کړي.

د چین او امریکا اړیکې په نړۍ کې ډېرې مهمې اړيکې دي او د انسانانو له برخلیک او راتلونکي سره تړاو لري. د دواړو خواوو اړیکو ثابت پرمختګ باید د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ له اصولو سره سم روان وي.

چین په څرګنده توګه په ډاګه کړې چې بېجینګ تل د واشنګټن د ګټو درناوی کوي او واشنګټن به ونه ننګوي او د امریکې د اوسني موقف د خپلولو نیت نه لري. امریکا هم باید د چین درناوی وکړي او د چین قانوني ګټې دې نه ګواښي. له دې څخه ښکاري چې چین هغه طریقه نه ده غوره کړې چې د خپل هېواد په پياوړتیا سره زورواکي او تسلط ولټوي او په عین وخت کې چین په هېڅ وجه د نورو ځواکونو ځپلو هوډ نه لري.

د تایوان مسئله د چین ملي او سترې ګټې دي او د چین او امریکا په اړیکو کې تر ټولو مهمه موضوع ده او ستر خطر هم لري. بېجینګ له واشنګټن څخه غواړي چې د یو چین پېژندنې اصل او د چین او امریکا ترمنځ د درېیو ګډو اعلامیو جدي مراعات وکړي، له چین څخه د تایوان د جلا کېدو د نه ملاتړ ژمنه دې پوره کړي.

سربېره پر دې، چین له امریکې څرګنده غوښتنه وکړه چې پر چین پسې ګواښ تړل پای ته ورسوي، پر چین ناسم یواړخیز بندیزونه لغوه کړي او د چین د تخنیک او ټکنالوژۍ چارو د پرمختګ له مخنیوي لاس واخلي.

واشنګټن له چین سره د اړیکو د ښه والي ډېرې څرګندونې کړې، خو عملي تدبیرونه يې نه دي غوره کړي. هیله ده چې واشنګټن به د بلېنکن تر دغه سفر وروسته له چین سره د اړیکو د عادي کېدو لپاره اغېزناکې کړنې غوره کړي.