روسيه: د امريکا پوځ بیولوژیکي پروګرامونه دغه هېواد ته د بیولوژیکي وسلو د اړينو موادو امکانات برابروي
CMG2023/06/21 16:05:31
شريکول:

د روسي پوځ د رېډيېشن، کيمياوي او بيولوژيکي دفاعي ځواکونو قوماندان کريلوف د جون په ١٩مه نېټه وويل، چې د نړۍ په ډېرو ځايونو کې د امريکايي پوځ بيولوژيکي پروګرامونه دغه هېواد ته د بيولوژيکي وسلو د اړينو موادو امکانات برابروي.

نوموړي وويل، چې د امريکا د والټر ريډ ځمکني پوځ څېړنيز انسټيټيوټ د هېواد په بهر کې څلور فرعي څانګې لري چې هره يوه يې د بيولوژيکي موادو د جلا کولو عالي لابراتوار او د نمونو د راټولولو او د ويروسونو د حمل و نقل فرعي شبکه لري. سربېره پردې، د امريکا د سمندري پوځ د طبي څېړنې مرکز هم په بهر کې زياتې فرعي څانګې لري. " د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د بیولوژیکي لابراتوارونو ځای پر ځای کول امريکايي پوځ ته دا توان ورکوي چې د وبايي ناروغيو د څېړنې لپاره مهم ويروسونه تر لاسه کولای شي، کوم چې د بیولوژیکي وسلو د اړينو موادو په توګه بلل کېږي، مثلاً، د ماربورګ هیمرجیک تبه(marburg hemorrhagic fever)، ایبولا، ملاریا، د ریفټ ولې تبه(rift valley fever) او داسې نور."

کريلوف پر دې ټينګار وکړ، چې د اوکراين په شمول هېوادونو ته د امريکا د بيولوژيکي لابراتوارونو د ځای پر ځای کولو يو لامل دا دی، چې له دغو لابراتوارونو څخه د زيانمنوونکو موادو د تویېدو خطري کچه د نه منلو وړ لوړه ښکاري. (ژباړه: شکريه)