شي جين پينګ د بېلجيم ملګري ايريک دومب ته ځوابي پيغام ولېږه
CMG2023/06/21 10:20:51
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د بېلجيم ملګري ايريک دومب(Eric Domb) ته ځوابي پيغام ولېږه او هغه يې وهڅاوه چې په فعاله توګه د چين او بېلجيم او د چين او اروپايي هېوادونو ترمنځ دوستي پياوړې کړي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې پر دې ټينګار وکړ چې چين به په نه ستړې کېدونکې توګه ايکولوژيکي چارو ته لومړيتوب ورکړي، د زرغون او کم کاربن ايستلو باکيفيته پرمختګ لاره وڅاري او وپالي چې د نړۍ لپاره لا زيات فرصتونه برابر کړي او د ټولو انسانانو لپاره لازیات خدمتونه وکړي. د چين او بېلجيم د اړيکو پرمختګ د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ساحو د دوستانه اړیکو پالونکو خلکو له اوږدمهاله کوښښونو او بې غرضه خدمتونو څخه نه بېلېدای شي. زه باور لرم چې تاسو او نور دوستان به د دوستۍ تخم کرلو ته دوام ورکړئ څو لا زيات خلک په تېره بيا ځوانان به د دوستۍ په چارو کې فعال ګډون وکړي او د چين او بېلجيم او د چين او اروپايي هېوادونو د اړیکو د پرمختګ لپاره به نوې مرستې وکړي.

په دې وروستيو کې د بېلجيم د پايري دايزا(Pairi Daiza)نومي ژوبڼ مشر ايريک دومب رئيس شي جين پينګ ته پيغام لېږلی و او هغه صحنه يې یاده کړې چې د ۲۰۱۴م کال په مارچ کې له بېلجیم څخه د رئيس شي جين پينګ او مېرمن پنګ لي يوان د ليدنې پر مهال ياد ژوبڼ کې د پانډا زون د پرانیستلو په مراسمو کې یې ګډون کړی و او په ترڅ کې رئيس شي جين پينګ د انسانانو او طبيعت د همغږۍ مفکوره څرګنده کړه او ویې ویل چې چيني خوب او د چين پرمختګ او سمسورتيا تل د شريک وړ فرصتونه دي.