بېجينګ: چین په برېکس سازمان کې د نویو ملګرو هېوادونو هرکلی کوي
CMG2023/06/21 10:23:08
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جون په ۲۰مه نېټه په يوه  خبري غونډه کې وويل، چين د برېکس په کورنۍ کې د ګډون لپاره د لا زياتو ملګرو هېوادونو هرکلی کوي.

د بنګله دېش صدارتي دفتر د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه وويل چې بنګله دېش په رسمي توګه د برېکس سازمان د غړيتوب غوښتنه کړې ده. ویاندې ماو نينګ وویل، برېکس هېوادونه د نویو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو د همکارۍ يو مهم ډګر دی چې تل په فعاله توګه د څو اړخېزم د ساتلو، د نړيوالې حکومتولۍ د سيستم د اصلاحاتو او د نویو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو د استازيتوب او وينا حق د پياوړتيا لپاره کوښښ کوي. د غړيتوب پراخول د برېکس هېوادونو د ۵ عمده غړو هېوادونو ګډې سياسي نظريې دي او چين تل د غړيتوب د پراختيا د پرمخ بېولو لپاره کار کوي.