نړیوال پرمختګ ته د چین پراخې هڅې
CMG2023/06/22 13:49:38
شريکول:

په دې وروستيو کې د پاپوا نوې ګينې چارواکي پيټر ګاري د چين له فوجيان ولايت څخه د ليدنې په ترڅ کې د مرخېړيو د روزونکو نباتاتو په اړه معلومات تر لاسه کړي، چې ځايي بزګران د دغو نباتاتو د روزلو له لارې شتمن شوي. نوموړي ويلي، چې غواړي په خپل هېواد کې د دغو نباتاتو د روزلو چارو ته پرمختګ ورکړي.

پر پاپوا نوې ګينې سربېره، د چين د مرخېړيو د رزونکو نباتاتو ټکنالوژي د نړۍ ۱۰۶ هېوادونو او سيمو ته خپره شوې او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د تلپاتې پرمختیا اجنډا د پوره کولو لپاره يې خوځنده ځواک برابر کړی دی. چين د جون په ۲۰مه نېټه ((د نړيوال پرمختګ وړانديز د تطبيق راپور)) خپور کړی او ياده پروژه يې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د نړيوال پرمختګ په برخه کې د چين د هڅو د يوې بېلګې په توګه په نوموړي راپور کې شامل کړي.

پرمختګ د ټولو مسئلو د حل اصلي کیلي بلل کېږي. د نړۍ د ناارامۍ، د جيوپوليټيکي شخړو د سختوالي او د نړيوال اقتصاد د ټيټوالي پر وړاندې، نړيوال پرمختګ به څنګه رامنځته شي؟ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسامبلې په مباحثوي غونډه کې د نړيوال پرمختګ وړانديز او د ۸ مهمو برخو همکارۍ وړاندې کړي. دغه وړانديز د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو او زياتو نړيوالو سازمانونو ملاتړ تر لاسه کړي. نوموړي د ۲۰۲۲م کال د جون په ۲۴مه نېټه د نړيوال پرمختګ د لوړې کچې ډيالوګ مشري کړې او د نړيوال پرمختګ وړانديز د تطبيق په اړه يې ۳۲ مشخص تدابير خپاره کړي او د دغه وړانديز د تطبيق لوری يې روښانه کړی.

د دغو تدابيرو د وړاندې کېدو له يو کال وروسته د پلي کېدو وضعيت څنګه دئ؟ د چين د خپور شوي راپور له مخې، د دغو تدابيرو نيمه برخه پلې شوې او يا د لومړني پړاو لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې. د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د ملکي همکاريو نړيواله شبکه جوړه شوې، د نړيوال پرمختګ وړانديز د ډيجیټلي همکارۍ فورم تر سره شوی، د ۵۰ ميليونو ډالرو په اندازه د چين او د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو او بزګرانو سازمان ترمنځ د درېيم پړاو همکارۍ صندوق پرانيستل شوی، په افريقا کې له روغتونونو سره د چين د مرستو ميکانيزم جوړ شوی او داسې نورې همکاريزې پروژې پلې شوې او د پرمختګ ارمانجنو خلکو ته يې د هيلې ځواک ورکړی.

نړۍ ډيجیټلي زمانې ته داخله شوې او زيات پرمختيايي هېوادونه دې ته سترګې په لار دي، چې د ډيجیټلي ټکنالوژۍ له لارې پرمختګ وکړي. د نړيوال پرمختګ وړانديز د لوړې کچې په ډيالوګ کې د لاسته راوړنو يوه برخه دا ده، چې د ګمرکاتو، سرحدي ادارې او نړيوال ټرانسپورټ په اړه د ډيجیټلي او ځیرکو ټکنالوژیو شراکت به پياوړی شي. تر اوسه پورې دغه مفکوره په څه باندې ۳۱ همکاريزو تړونونو کې ليکل شوې او د دې پر بنسټ له ۱۳۰ زياتې همکاريزې پروژې رامنځته شوې دي. د نړيوال پرمختګ وړانديز له وړاندې کېدو وروسته، چين د نړۍ لومړۍ سپوږمکۍ توغولې، چې دغه سپوږمکۍ په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال اجنډا په خدمت کې ده. سربېره پر دې، چين ملګرو ملتونو ته د معلوماتو زيات نړيوال توليدات ډالۍ کړي.

پرمختګ انحصاري حق نه دی، بلکې د ټولو وګړو حق دی. د نړيوال پرمختګ وړانديز د هرکلي وړ سبب دا دی، چې د پرمختګ په اړه يې د خلکو ګډې نظريې راغونډې کړې او نړيوال پرمختګ ته يې د نړۍ پاملرنه هڅولې.

په چين کې د ژمنې په اړه يو مشهور متل دی، چې وايي، يو وګړی بايد د اعتماد وړ خبرې وکړي او خپلې ژمنې بايد پلې کړي. چين د نړيوال پرمختګ وړانديز د غوښتونکي په توګه د يادې مفکورې په اساس خپلو هڅو ته دوام ورکوي. چين په دې ښه پوهېږي، چې د نړۍ بېلا بېل هېوادونه يوازې د يووالي او همکارۍ له لارې ستونزې لرې کولی شي او روښانه راتلونکی رامځته کولی شي. چين تل د دې موخه د پوره کولو په هڅه کې دی، چې هېڅ هېواد او يا وګړي دې د پرمختګ په بهير کې شا ته نه پاتې کیږي.