د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۲ مه د دغه هېواد اړوندو ادارو ته امر وکړ چې په ټول توان د نينګ شيا هوی قوم کورواکې سيمې په يوه رسټورانټ کې د ګاز لیکېدو له کبله د چاودنې پېښه کې ټپيانو ته رسېدګي وکړي.
ده دغه راز ويلي چې په ټول هېواد کې د ډول ډول توليدي فعاليتونو د خوندیتوب د تامينولو وضعيت باید په جدي او هراړخيزه توګه وڅارل شي.
شي جين پینګ اړوندو ادارو ته جدي سپارښتنه کړې چې د ولسونو سر او مال خوندي ساتل تقويه کړي، ژرترژره د دې پېښې د لامل پلټنه وکړي او له عاملينو سره دې د قانون په رڼا کې حساب وشي.
د جون د ۲۱ مې نېټې د شپې په اتو بجو او ۴۰ دقيقو د چين د نينګ شيا سيمې د اين چوان ښار په شينګ چينګ حوزه کې د فو يانګ په نوم د کباب يوه رسټورانټ کې د ګاز ليکېدو له کبله چاودنه وشوه چې له امله يې تراوسه ۳۱ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
په دې پېښه کې د ټپيانو د ژغورلو او درملنې هڅې او د پېښې د لامل په اړه پلټنه روانه ده.