د امريکا د زېرمې فيدرالي کمېټې مشر جېرومي پووېل ويلي، چې د امريکا د انفلاسيون کچه ډېره لوړه ده، ښايي په راتلونکي کې يو ځل بيا سود زيات کړي.
نوموړی چارواکی به د کانګرېس د پولي خدمت کمېټې د استماعیه غونډې په بهير کې ګډون وکړي. د هغه لخوا وړاندې شويو شواهدو له مخې، د تېر کال له نیمایي راهيسې د امريکا انفلاسيون نرم شوی، خو د انفلاسيون فشار لا ډېر لوی او لوړ دی. دا ډېر ستونزمن دی، چې انفلاسيون ۲ سلنې ته ټيټ کړي. له امله يې د دې هېواد د پرانيستي بازار د فيدرالي کمېټې (FOMC) شاوخوا د ټولو ګډونوالو د وړاندوېینې له مخې، دا مناسب دی چې د ۲۰۲۳م کال تر پای مخکې يو ځل بيا سود زيات کړي.