د بېجينګ د کتابونو نړيوال نندارتون د نړۍ د کتابونو له ډېرو مهمو نندارتونونو او د چاپ حقونو له مهمو سوداګريزو صحنو څخه شمېرل کيږي. د دغه نندارتون نهه ويشتمه دوره د جون له پنځلسمې نېټې څخه تر اتلسمې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه، چې پکې څه باندې ۲۰۰ زره ډوله کتابونه نندارې ته وړاندې شوي وو.