پاریس: ولسمشر ماکرون غواړي د برېکس هېوادونو په سرمشريزه کې ګډون وکړي
CMG2023/06/22 11:14:16
شريکول:

د فرانسې د رسنيو د خبر له مخې، د فرانسې د بهرنیو چارو وزيرې کاسيرين کولونا د جون په ۲۰مه نېټه د جنوبي افريقا په پلازمېنه پروتوریا کې ويلي، چې د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون غواړي د سږکال په اګست کې په جنوبي افريقا کې د برېکس هېوادونو په ۱۵مه سرمشريزه کې ګډون وکړي.

کاسيرين کولونا د جون له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې له جنوبي افريقا څخه لیدنه وکړه. هغه د جون په ۲۰مه نېټه رسنيو ته وويل، چې د فرانسې او برېکس هېوادونو ترمنځ د ډيالوګ د دوام په اړه يې د ماکرون هيله د جنوبي افريقا د بهرنيو چارو وزيرې ناليدي پاندور ته رسولې ده.برېکس هېوادونه، په تېره بيا نوبتي رئیسه هېواد جنوبي افريقا پرېکړه کولی شي، چې ایا ماکرون په ياده غونډه کې د ګډون اجازه لري او که نه.