د چين او جرمني ترمنځ د سلامشورې اووم پړاو ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي
CMG2023/06/22 10:28:14
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د جون له ۱۸مې څخه تر ۲۱مې پورې له جرمني څخه ليدنه وکړه او د جرمني له صدراعظم سره يې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د سلامشورې ۷م پړاو ترسره کړ.   

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جون په ۲۱مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د صدراعظم لي چيانګ د يادې ليدنې او د دواړو هېوادونو حکومتونو ترمنځ د سلامشورې د اووم پړاو په اړه معلومات ورکړل. ماو نينګ وويل، چې دغه سلامشوره د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته په لومړي ځل په افلاين او حضوري ډول ترسره شوه او هم د دواړو هېوادونو د نويو دورو حکومتونو ترمنځ لومړۍ تبادله وه او د دواړو خواوو د بېلابېلو برخو د همکاريو لپاره مهم ارزښت لري.

ماو نينګ وويل، چې د چين او جرمني د حکومتونو ترمنځ د سلامشورې ۷م پړاو جرمني ته د لي چيانګ په سفر کې مهم مقام لري. دواړو خواوو په سلامشوره کې يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړي، چې له مخې به يې د اقليمي بدلون او زرغون اصلاحاتو په اړه د ډيالوګ او همکارۍ ميکانيزم جوړ کړي، د دواړو هېوادونو د ماليې او پانګو د درېيم لوړ پوړې سویې خبرې اترې او د چاپېريال ساتنې د نوې دورې فورم به ترسره کړي، د سوداګرۍ، پانګونې، موټري صنعت، لوړې ټکنالوژۍ، نوې انرژۍ، ډيجیټلي اقتصاد او کتلور په برخو کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.