د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د مصر او بنګلاديش په شمول د ټولو هغو هېوادونو هرکلی کوي چې غواړي د بريکس په همکاريز ميکانيزم کې ګډون وکړي.
د خبر له مخې په تېره يوه اوونۍ کې مصر او بنګلاديش د بريکس هېوادونو همکاريز ميکانيزم کې د خپل ګډون غوښتنليکونه وړاندې کړي. پر دغو دوو هېوادونو سربېره ارجتاين، ايران، اندونيزيا، ترکيې، هنوراس هم په دې ميکانيزم کې ګډون غواړي.
د بريکس هېوادونو همکاريز ميکانيزم چې د برازيل، روسيې، هند، چين او جنوبي افريقا له خوا په ګډه جوړ شوی، د سمسورو بازارونو لرونکو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو مهم ډګر دی او د نړيوال اقتصاد د پرمخبيولو لپاره یو مهم خوځنده ځواک هم ګڼل کيږي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماو نينګ ويلي چې د بريکس همکارۍ ميکانيزم پنځه بنسټګرو هېوادونو ګډ دريځ او توافق دا دی چې د برېکس غړو هېوادونو شمېر زيات شي.
چين تل د بريکس هېوادونو د زياتېدو لپاره هڅه کړې او په دې کورنۍ کې د لازياتو همکارانو د برخه اخيستنې هرکلی کوي.