د چين صدراعظم لي چيانګ پر ځايي وخت د جون د ۲۲مې په شپه په پاريس کې د اروپايي شورا له رئيس چارلس ميشل سره وکتل.
لي چيانګ په خپلو خبرو کې وويل، چين او اروپا د يو بل له پرمختګ څخه ګټې تر لاسه کړې، دواړه خواوې پر ستراتيژيکې خپلواکۍ او څو اړخيزم ټينګار کوي او د اقليمي بدلون د مخنيوي په شمول د نړيوالو مسئلو په اړه پراخې ګډې نظريې لري.
ده زیاته کړه، چې چين او اروپا بايد متقابل اعتماد پياوړی کړي او د بريالۍ همکارۍ له لارې خپلمنځي شکونه لېرې کړي.
چارلس ميشل وويل، اروپايي ټولنه د يو چين د پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي او غواړي له چين سره د نظريو تبادلې پياوړې کړي، د بېلا بېلو کچو همکاریزې اړيکې ټينګې کړي، د خپلمنځي اړيکو د ټينګښت او پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي، دغه راز په ګډو هڅو د اقليم او روغتیا په برخو کې نړيوالې مسئلې حل او پرانیستې څو قطبي نړۍ جوړه کړي.
میشل زیاته کړه، چې د چين پرمختګ د اروپايي ټولنې او نړۍ لپاره ګټور دی، اروپايي ټولنه د چين د پرمختګ د مخنيوي اراده نه لري او د نوې سړې جګړې، د هېوادونو په ډلو وېشلو او د اړخونو له انتخاب سره مخالفت کوي.