لي چيانګ د نوي نړيوال پولي تړون په سرمشریزه کې ګډون او وينا وکړه
CMG2023/06/24 11:17:38
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د جون د ۲۳مې په سهار په پاريس کې د نوي نړيوال پولي تړون د سرمشریزې غونډې د پای په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د دې غونډې مشري وکړه او د څه باندې ۶۰ هېوادونو او مهمو نړيوالو سازمانونو مشرانو په غونډه کې ګډون وکړ.

لي چيانګ په خپله وينا کې وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له تېرو څو کلونو راهيسې د نړيوال پرمختګ، نړيوال امنيت او نړيوال تمدن وړانډيزونه وړاندې کړي او دغو وړانديزونو د نړيوالې ټولنې ملاتړ او فعال غبرګون تر لاسه کړی دی.

ده زیاته کړه، چې چين د نړيوال اقتصاد د مهم انجن په توګه نړيوال اقتصاد ته د پرمختګ دوامدار خوځنده ځواک برابر کړی، د نړۍ د يوه مسئولانه او لوی هېواد په توګه يې د اقليمي بدلون پر ضد د مبارزې لپاره ډېرې هڅې کړي او د نړيوال پرمختګ د خدمت کوونکي په توګه يې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د پرمختګ د نړيوالو چارو لپاره ډېر خدمتونه کړي دي.

لي چيانګ د نړيوالې ټولنې د همکاريو د پياوړتيا او د پرمختيايي هېواودونو په تېره بيا د کمزورو هېوادونو د پولي ستونزو د حل لپاره درې فقره ييز وړانډيز وکړ. لومړی، نړيواله ټولنه بايد د نړۍ د پولي ادارې پر اصلاحاتو ټينګار او د عدالت او لوړ موثريت په بڼه دې د پولي ادارې نړيوال جوړښت جوړ کړي او د پرمختيايي هېوادونو لپاره دې ثابت پولي چاپيريال برابر کړي. دوهم، نړيواله ټولنه بايد د نړيوال پرمختګ د ملګرتيا اړيکې ټينګې کړي او د پرمختيايي هېوادونو لپاره دې د پرمختګ نورې زياتې سرچينې برابرې کړي. درېيم، نړيواله ټولنه بايد د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير او ازادې سوداګرۍ ته پرمختګ ورکړي او د پرمختيايي هېوادونو لپاره دې د پرمختګ نوی خوځنده ځواک برابر کړي.

لي چيانګ د جون په ۲۲مه د نوي نړيوال پولي تړون د سرمشريزې په ماښامانۍ مېلمستيا کې هم ګډون او د انرژۍ د جوړښت د اصلاح په اړه يې وينا وکړه.