د چين صدراعظم لي چيانګ د جون په ۲۳مه د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د دې هېواد د سنا مجلس مشر ګرارد لارچېر سره وکتل.
لي چيانګ په دې ليدنه کې وویل، چې چين غواړي له فرانسې سره د دوديزو صنايعو په برخه کې همکارۍ لا ټينګې کړي، د زرغون پرمختګ په شمول په نويو برخو کې همکارۍ پيدا کړي، درې اړخيزې همکارۍ ولري، د چين او فرانسې تر منځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۶۰مې کليزې او د کلتوري سيلانيز کال او د پاريس د المپيک لوبو کال په مناسبت د خلکو او کلتور په برخو کې تبادلې پياوړې کړي. هيله ده، چې د دواړو خواوو تقنيني سازمانونو ترمنځ ډيالوګ او د تقنین په اړه د تجربو تبادلې زياتې کړي.
لارچېر وویل، چې فرانسه او چين دواړه ملي حاکميت او خپلواکۍ ته په درنه سترګه ګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې له محرکه قوه ډکې دي. ده زیاته کړه، چې د فرانسې د سنا مجلس هیله لري، چې د فرانسې او چين د دوستانه ګروپ رول ښه وکاروي او ژر تر ژره د فرانسې د سنا مجلس او د چين ملي ولسي کانګرېس ترمنځ تبادلې بيا پيل کړي.