په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي جانګ جون د جون په ۲۲مه » د ترهګرۍ ضد د ملګرو ملتونو نړیوالې ستراتيژۍ «د اتم سنجش په مباحثه کې زياته کړه، چې د ترهګرۍ ضد برخه کې دوه ګوني معيارونه نه شي غوره کولی.
نوموړي وویل، چې چين له ملګرو ملتونو څخه ملاتړ کوي، څو خپل د مرکزي همغږۍ رول ولوبوي. نړيواله ټولنه دې د ترهګرۍ ضد ګډه قوه پیاوړې کړي، د دې نړۍ امنيت دې وساتي او د بېلابېلو هېوادونو خلکو ته دې د ارام او هوسا ژوند زمینه مساعده کړي.
ده زیاته کړه، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه بايد په یوه سياسي غوښتنه او واقعي چاره بدله شي، د ترهګرۍ د رامنځته کېدو سرچينې دې له منځه یوړل شي او د ترهګرۍ ضد د غړيو هېوادونو توان دې پياوړی شي.
ده همداراز وویل، چې بېلابېلې خواوې باید د افغانستان امنيتي وضعيت ته لوړه پاملرنه وکړي، په ګډه سره دې د امنيت شورا په لېسټ کې د ترهګريزو سازمانونو پر ضد مبارزه وکړي، څو افغانستان د بېلابېلو ترهګريزو سازمانونو د راټولېدو ځای ونه ګرځي.