بهرنۍ تصدۍ د چین د اقتصادي پرمختګ په اړه باور لري
CMG2023/06/24 11:18:56
شريکول:

له سږکال راهيسې د چين اقتصادي پرمختګ مخ په ښه کېدو روان دی او له ننګونو سره د چيني بازار د مقابلې پياوړی توان يې ښکاره شوی. په چين کې بهرنۍ تصدۍ نوره پانګونه زیاتوي او د چين د راتلونکي په اړه باور څرګندوي.

د سږکال له جنورۍ څخه تر مې پورې په چين کې د نويو جوړو شويو بهرنيو تصديو شمېر ۱۸ زرو او ۵۳۲ ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۸ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي. په لومړيو پنځو مياشتو کې د چین د لوړې ټېکنالوژۍ  په توليدي صنايعو کې کارول شوې بهرنۍ پانګې ۳۰ اعشاريه سلنه زياتې شوي. د چين د تجارت او پانګونې د هڅونې ټولنې د راپور له مخې، ۹۲ اعشاريه ۴ سلنه بهرنۍ تصدۍ په دې اند دي، چې د دوی د پانګونې په پرېکړې کې د چين مقام نه دی ټيټ شوی، د ډېرو هېوادونو د صنايعو او سوداګرۍ استازي د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه لوړ باور لري او په چيني بازار کې به نوره پانګونه وکړي.