د افریقايي هېوادونو ډېری شخصیتونه د امریکايي ډالرو د تسلط منفي اغېزو مخنیوی غواړي
CMG2023/06/25 14:58:42
شريکول:

نړیوال وجهي صندوق څو ورځې مخکې د یو راپور په خپرولو سره ویلي، د صحرا په جنوب کې د زیاتره افریقايي هېوادونو پیسو د امریکايي ډالرو پر وړاندې ارزښت له لاسه ورکړی دی، د وارداتي توکو بیې لوړې شوې او په دې سره په ټوله افریقا کې د پیسو پړسوب زیات شوی دی.

د زيمبابوې او جنوبي افریقا په شمول ځینو هېوادونو د بانکي ګټو د لوړتیا له لارې د لوړې کچې انفلاسیون کنټرول کړی. د ډېرو افریقايي هېوادونو شخصیتونو ویلي چې د امریکايي ډالرو تسلط د افریقا اقتصاد ته زیانونه رسولي، افریقايي هېوادونه دې پر امریکايي ډالرو ډېره تکیه نه کوي.

د جنوبي افریقا د پرچون خرڅلاو ځينو سوداګرو د مالي راپورونو له مخې، د انفلاسیون او برېښنا پرېکون په شمول د ځینو منفي عواملو له امله، د دغو سوداګرو ګټې د پام وړ کمې شوې دي.

 د دغه هېواد اقتصاد پوهان وايي، مرکزي بانګ زړه نا زړه دی چې آیا باید بانکي سود په دوامداره توګه لوړ کړي که نه. د دغه بانک مشر لیسیات کنیاګو وویل، جنوبي افریقا باید د انفلاسیون کنټرول لپاره بانکي سود لوړ کړي.

ده ویلي چې مرکزي بانک د تېرې مې په ۲۶مه نېټه د بنسټيزې ګټې انډول 8.25 سلنې ته لوړ کړی، دا له ۲۰۲۳م کال راهیسې درېیم ځل دی چې د جنوبي افریقا مرکزي بانک خپل سود زیات کړی دی.

دغه راز د زيمبابوې پیسو هم د امریکايي ډالرو پر وړاندې ارزښت له لاسه ورکړی دی. د دغه هېواد خلک اندېښمن دي چې مالي حالت به يې ډېر خراب شي او له همدې امله يې د ونډو بازار کې پانګونې کړې، په دې سره د دغه هېواد اسهامي بازار عمده ګراف سږ کال 7.6 چنډه زیات شوی دی. د دغه هېواد مرکزي بانک د جون په ۶مه نېټه د پورونو ګټې 150 سلنې ته لوړې کړې او دغه شمېر يې په ګرده نړۍ کې تر ټولو لوړ دی.

د زيمبابوې اقتصاد پوه کیتمبلا ویلي، زموږ د هېواد مرکزي بانک پولي تګلارې تنګې کړې او د ګټو زیاتېدو په شمول د ځينو تدبیرونو له لارې يې تر یوې اندازې پورې د انفلاسیون مخنیوی کولای شي.

کارپوهانو ویلي، دا چې په ګرده نړۍ کې د زیاترو سون موادو او خوراکونو بیې په امریکايي ډالرو ټاکل کېږې، نو چې کله د امریکايي ډالرو ارزښت بې ثباته شي، منفي اغېزې يې زیاتېږي. د امریکايي ډالرو د ګټو زیاتېدو او د انفلاسیون سختېدو د ستونزو له امله، د افریقايي هېوادونو مرکزي بانکونه تر سختو فشارونو لاندې دي. د افریقايي هېوادونو د پيسو ارزښتونو په کمېدو سره د خوړو او سون موادو وارداتي لګښتونه نور زیات شوي دي.

د نامیبیا د یوه سیاسي ګوند غړي فولانس ویلي، په نړۍ کې دغه ستونزه له دایمي موجوده ده چې د یوه هېواد د پیسو ارزښت ډېر لوړ وي او ګرده نړۍ پر دغې پیسې ډېره تکیه کوي. نو کله چې دغه پیسه له ستونزې سره مخ کېږي، نو منفي اغیزه يې هم پر ټولې نړۍ وي.

د افریقايي هېوادونو ډېرو شخصیتونو ویلي، د امریکې پولي تګلارې مخکې ډېرې نرمې وې، اوس يې بانکي سود په بې ساري ډول زیات کړی او د دې کار منفي اغیزې د ګردې نړۍ په بازارونو کې ښکاره شوې.

د زيمبابوې د مخابراتو پخواني وزیر سوپه منديونزريا وویل، نړۍ باید په نړیوالو بازارونو کې د امریکايي ډالرو د تسلط او منفي اغېزې د مخنیوي لپاره فعال تدبیرونه ونیسي. هغه دې ته په اشارې سره چې اوس د امریکايي ډالرو ارزښت له ګواښ سره مخ دی، نو پر امریکايي ډالرو د افریقايي هېوادونو د ډېرې تکیې نتیجه به ډېره خرابه وي.