د چين د سمندري پوځ د بېړيو ۴۳مه ساتونکې ډله کوته ديوا ته تللې
CMG2023/06/25 11:06:00
شريکول:

د چين د سمندري پوځ د بېړيو ۴۳مه ساتونکې ډله د جون په ۲۲مه نېټه د کوته ديوا اقتصادي پلازمېنې ابيدجان ته رسېدلې او دې هېواد ته يې ۴ ورځنی دوستانه سفر پيل کړی.

د يادې ډلې قوماندان جاو لانګ د هرکلي په مراسمو کې ويلي، چې د چین او کوته ديوا ترمنځ‌ د رسمي اړيکو ټينګېدو  ۴۰ کاله کېږي او په دې موده کې د دواړو هېوادونو خپلمنځي اړيکو سالم او ثابت پرمختګ کړی. چين به له کوته ديوا سره په دوامدار ډول د پوځي چارو په برخه کې راکړه ورکړه ژوره کړي، سمندري امنيتي همکارۍ به ټينګې کړي او د سيمې سوله او ثابت به وساتي.

په دې سفر کې د يادې ډلې قوماندان د کوته ديوا د پوځ له مرستيال لوی درستيز بريد جنرال جوستان، د سمندري پوځ درستيز بريد جنرال سلستان، د ابیدجان بندر قوماندان ډګروال کوفي سره ليدنه کړې او ځايي مکتبونو سره يې مرسته کړې. د بيړيو ۴۳مې ساتونکې ډلې د کوته ديوا د سمندري پوځ هډې، د بيړيو تولیدي فابريکې، د جنګ د لارښوونې مرکز او ګزموي جنګي بیړیو څخه ليدنه کړې او د دې هېواد د سمدري پوځ چيني ډلې څخه د هرکلي مېلمستيا کې ګډون کړی. د دې ډلې د سان يا په نوم جنګي بیړۍ به يو فعاليت تر سره کړي او د نان نينګ په نوم جنګي بیړۍ به مېلمستيا تر سره کړي.