يوفګيني پريګوزهين د حالاتو د ارامولو په اړه د بلاروس وړانديز منلی
CMG2023/06/25 10:42:09
شريکول:

روسيا سيګودنيا اژانس (Rossiya Segodnya) د جون د ۲۴مې نېټې په شپه د بلاروس د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې خبر ورکړ، چې د واګنير ډلې (Wagner Group) بنسټګر يوفګيني پريګوزهين د بلاروس د ولسمشر اليکساندر لوکاشينکو هغه وړانديز منلی، چې ويلي يې دي، نوموړې ډله دې د حالاتو د ارامولو لپاره په روسيه کې له ټولو عملياتو څخه لاس واخلي او نور تدبيرونه دې ونيسي. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین ژمنه کړې، چې يوفګيني پريګوزهين بلاروس ته تللی شي او پر نوموړي جزايي دعوا به لغوه شي.

پوتين د همدې ورځې په سهار لوکاشينکو ته د روسيې د وضعيت په اړه معلومات ورکړي او دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو د ګډو عملياتو پر پيلولو موافقه کړې ده. لوکاشينکو ورپسې له پريګوزهي سره تلېفوني خبرې اترې کړې او دواړه خواوې د نظريو يووالي ته رسېدلي او ويلي يې دي چې روسيه کې به خونړيو پېښو ته اجازه ورنه کړي. د دغه ګډ توافق له مخې د ښکېلو خواوو لپاره يو ګټور او د منلو وړ لايحه جوړه شوی، چې له مخې به یې د واګنير ډلې د وسله والو خونديتوب تامين شي.

د تاس او روسيا سيګودنيا په شمول يو شمېر رسنيو خبر ورکړی، چې پريګوزهين وروسته په ټولنيزه رسنۍ کې اعلان کړی، چې واګنير ډلې په روسيه کې عمليات درولي او کسان يې بېرته پنډغالي ته تللي دي.