بېجينګ: له کنټروله د اوکراين د وضعيت د وتلو د مخنيوي لپاره دې ټولې هڅې وشي
CMG2023/06/25 10:31:42
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ د جون په ۲۳مه نېټه له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې له کنټروله د اوکراين د وضعيت د وتلو د مخنيوي لپاره دې ټولې هڅې وکړي.

ګنګ شوانګ په همدې ورځ د اوکراين مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوه غونډه کې وويل، له تېرې يوې مودې راهيسې په اوکراين کې شخړې په پر له پسې توګه سختې شوې او د ناامنۍ د پراخېدو احتمالات يې زيات او څرګند شوی دی.

 د کاخوفکا برېښناکوټ د ويجاړېدو پېښې موږ ته خبرداری راکړی، چې که د اوکراین وضعيت همداسې خپل سر ته پرېښودل شي، نور زيات او سخت خطرونه او حتا ډېر وېروونکی حالت به رامنځته شي. چين هيله لري، چې د شخړې ښکېلې خواوې له زغمه کار واخلي او نړيواله ټولنه د وضعيت د سختېدو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي. د یادولو وړ ده، چې اړوندې خواوې بايد د ذروي امنيت مقررات په جدي ډول مراعات کړي، د ذروي جنګ له سرې کرښې پښې اوږدې نه کړي او له کنټروله د اوکراين د وضعيت د وتلو د مخنيوي لپاره دې هره هڅه وکړي.

ګنګ شوانګ وويل، نړيواله ټولنه بايد د جګړې ځپلو د ژغورنې او ورسره د مرستې لپاره نهايي هڅې وکړي، د شخړو د منفي اغېزو د پرخوالي مخه دې ونيسي او مذاکرات دې وهڅوي.