په چين کې د نشه يي توکو ضد د مبارزې وضعيت مخ په ښه کېدو دی
CMG2023/06/26 11:07:08
شريکول:

د جون ۲۶مه نېټه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ۳۶مه نړیواله ورځ ده. د چين د ګمرکونو عمومي ادارې د قاچاق ضد څانګې مشر سون جي جيې د جون په ٢٥مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې له وروستيو کلونو راهيسې په چين کې د نشه يي توکو ضد د مبارزې وضعيت په عمومي او پر له پسې توګه ښه شوی او له نشه يي توکو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې کچه مخ په ټيټېدو ده.

نوموړي وويل، له ۲۰۲۲م کال راهیسې، په چين کې د نشه يي توکو د قاچاق په اړه ۱۰۳۷ قضيې ثبتې شوې، اړوندو ادارو د کوکاين (cocaine) او ميتامفيتامين (methamphetamine) په ګډون ۵.۳ ټنه نشه يي توکي نيولي دي.

سربيره پر دې، په ۲۰۲۲م کال کې، د چين ګمرکونو له بهرنيو ادارو سره د همکارۍ له لارې په بهر کې ۱۴۶ کيلوګرامه نشه يي توکي پيدا کړي او ۲۱ کسان يې په دې کار کې د لاس لرلو په تور نيولي دي.

(ژباړه: شکريه)