په روسیه کې د واګنیر ډلې په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت غبرګون
CMG2023/06/26 11:27:30
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جون په ۲۵مه نېټه په روسیه کې د واګنیر ډلې په اړه د خبریالانو پوښتنې ته ځواب ورکړ. هغه وویل، دا د روسیې کورنۍ چارې دي. چین د روسیې ښه ګاوندی او هراړخیز ستراتيژيک همکار په توګه د خپل هېواد ثبات، پرمختګ او سمسورتیا د ساتلو لپاره د روسیې له کوښښونو څخه کلک ملاتړ کوي. (هیله)