د چنګ دو د محصلينو د نړيوالو سپورټي لوبو لوی سپورټي لوبغالی، چې نوم يې دونګ آن هو دی
د محصلينو د ۳۱مې دورې نړيوالې سپورټي لوبې به د جولای په ۲۸مه نېټه د چين د جنوب لوېديځ سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې پرانيستل شي. دغه سپورټي لوبې به چنګ دو ښار ته څه ګټه ورسوي؟
د چنګ دو ښار د سه ګو نيانګ غر د يو مې څوکې تر لاندې دونګ آن هو سپورټي باغ
د چنګ دو ښار وګړي به له نورو مسلکو او بشپړو سپورټي تاسيساتو څخه ګټې واخلي. د چنګ دو ښار ۱۳ نوي جوړ شوي سپورټي لوبغالي ډېر ښکلي او پرمختللي دي او ۳۶ زاړه لوبغالي د نړۍ د الف کچې معيار له مخې اصلاح شوي دي. يادې ټولې چارې د ۲۰۲۱م کال په اپريل کې پای ته رسېدلې.
د محصلينو د نړيوالو سپورټي لوبو له پای ته رسېدو وروسته، د لوبغاړو د اوسېدونکې سيمې تاسيسات به د چنګ دو پوهنتون د تدریسي مضمون لپاره خدمت وکړي. د دې تر څنګ، د چنګ دو ښار د چینګ بای جيانګ سيمې کلتوري او سپورټي مرکز چې د فوټبال ، د باسکيتبال او د تېنيس په شمول به ۱۷ لوبغالي پکې شتون لري، په عادي توګه به ښاروالو ته په وړیا او کم لګښت پرانيستل شي.
فنګ هوانګ شان سپورټي باغ
د سه چوان ولایت د چنګ دو ښار د ګاو شين سپورټي مرکز
د چينګ بای جيانګ سيمې کلتوري او سپورټي مرکز