د روسیې خبري اژانس د جون په ۲۵مه نېټه خبر ورکړ، د واګنیر ډله چې کسان يې د روانې میاشتې په ۲۴مه نېټه په لیپټسک ایالت کې میشت شوي وو، اوس له دغه ایالت څخه بېرته وتلي دي.
د اورنیزاسکیا ایالت مشر ویلي، چې د واګنیر ډلې کسان په همدې ورځ له دغه ایالت څخه هم وتلي دي.
تراوسه نه دي ويل شوي چې د واګنیر ډلې کسان کومې سيمې ته وتلي دي.
د بلاروس یوه سیاسي شنونکي د جون په ۲۴مه نېټه په یوه ټلویزیوني مرکه کې د دغه هېواد ولسمشر الکساندر لوکاشنکو او د واګنیر ډلې له مشر یوفګني پرینګجن سره د خبرو اترو مالومات په ډاګه کړل او و يې ویل، لوکاشنکو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په اجازه له یوفګني پرینګجن سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د پوتین پلان بیان کړ. برسیره پر دې، لوکاشنګو په همدې ورځ د خپل هېواد د مهمو ارګانونو دوه بېړنۍ غونډې جوړې کړې او له دغو ارګانونو يې وغوښتل چې د دندې لپاره چمتوالی ونیسي. (هیله)