د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۳مه نېټه په يوګانډا کې پر يوه ښوونځي د بريد له امله د درنې مرګ ژوبلې په مناسبت د دغه هېواد ولسمشر يويري کاګوټا موسيويني ته د خواخوږۍ پيغام وليږه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، په خواشينۍ سره خبر شو، چې د يوګانډا په لوېديځ کاسيسي سيمه کې پر يوه ښوونځي ترهګريز بريد شوی او درنه مرګ ژوبله يې اړولې. شي جين پينګ د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د پېښو قربانيانو په تړاو ژور تعزیت او د قربانيانو خپلوانو او ټپيانو سره يې همداردي څرګنده کړه.