چين: د افغانستان سرپرست حکومت دې د نړيوالې ټولنې ته لا زياتې لاسته راوړنې وښيي او د هغوی توافق دې خپل کړي
CMG2023/06/27 09:10:13
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جون په ۲۶مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د افغانستان د مسئلې په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب وويل، چين هيله لري چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د نړيوالې ټولنې د توافق او باور جلبولو لپاره لا زيات د ليدو وړ لاسته راوړنې پيدا کړي.

د افغانستان مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستندويه ډلې مشر په دې وروستيو کې د افغانستان د تازه وضعيت او له دغه هېواد سره د نړيوالو مرستو په اړه معلومات خپاره کړي او ويلي يې دي، چې د افغانستان عمومي اقتصاد ثابت دی، خو دغه هېواد د نړۍ له تر ټولو سخت بشري بحران سره مخ دی. د افغانستان سرپرست حکومت پر ښځو او نجونو ډېر محدوديتونه لګولي، چې دغو کړنو يې د خپل قدرت او په نړيواله صحنه کې قانوني مقام ته زيانونه رسولي. د افغانستان سرپرست حکومت د ياد خبر په اړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره خپل دريځ او سياسي هڅې بيان کړې.

ماو نينګ په دې اړه وويل، چې د افغانستان سرپرست حکومت له جوړېدو راهيسې د دغه هېواد د بيارغاونې او خپلواک پرمختګ لپاره هڅی کوي، ډيپلوماتيکې چارې يې په فعاله توګه پيل کړې او د اقتصادي پرمختګ، د فساد د له منځه وړلو، د نشه يي توکو د کرکيلې د مخنيوي، د خلکو ژوند د ښه والي او ټولنيز امنيت په برخو کې يو لړ تدابير پلي کړي او لاسته راوړنې لري. خو دغه هېواد لا هم له ډېرو ننګونو سره مخ دی او نړيواله ټولنه د افغانستان د سرپرست حکومت سياسي تګلارو ته پاملرنه کوي، هيله ده چې د افغانستان سرپرست حکومت د افغانانو له ګټو او د نړيوالې ټولنې له هيلې سره سمون لرونکې لوري ته ټينګ ګامونه پورته کړي.