مصر او هند به دوه اړخيزې اړيکې د ستراتيژيکو همکاريو پر اړيکو بدلې کړي
CMG2023/06/27 10:41:31
شريکول:

د مصر جمهوري ریاست ماڼۍ د جون په ۲۵مه نېټه په يوې اعلاميې کې وويل چې ولسمشرعبدالفتاح السيسي په همدې ورځ د هند له صدراعظم نارندرا مودي سره يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړه چې له مخې به يې دوه اړخيزې اړيکې د ستراتيژيکو همکاريو پر اړيکو بدلې شي.

په اعلاميه کې راغلي چې د دوه اړخيزو اړيکو له لوړوالي څخه د دواړو هېوادونو د تمدنونو وده او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ هيله ښکاريږي. د دې اعلاميې له مخې دواړو مشرانو په همدې ورځ په خبرو اترو کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ، طبي صنعت د پرمختګ، لوړو زده کړو، نوې انرژۍ، سيلانۍ او کلتور په برخو کې د خپل منځيو همکاریو په باب بحث وکړ او د دوه اړخيزې سوداګرۍ او په مصر کې د هند د پانګونې په هکله يې هم خبرې اترې وکړې.

مودي د روانې میاشتې له ۲۴مې نېټې څخه له مصر څخه دوه ورځنۍ ليدنه وکړه. دا لومړی ځل دی چې مودي د هند د صدراعظم په توګه له ټاکل کېدو وروسته له مصر څخه ليدنه کوي. هغه هم ولسمشر السيسي ته بلنه ورکړې چې د روان کال په سپتمبر کې دې په ډيلي کې د شلو هېوادونو د ګروپ په غونډه کې ګډون وکړي.