لي چيانګ د داوس د ۲۰۲۳م کال دوبي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه
CMG2023/06/27 14:07:31
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د جون په ۲۷مه سهار په تيان جين ښار کې د داوس د ۲۰۲۳م کال دوبي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا يې وکړه. د نړيوال اقتصادي فورم مشر کلاوس مارټين سچواب، د باربادوس، مغولستان، نوي زيلنډ او ویتنام صدراعظمانو او د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي منشې نګوزي اوکونجو ايويلا او د څه باندې ۹۰ هېوادونو او سيمو نږدې ۱۵۰۰ استازو په دغه فورم کې ګډون کړی.

لي چيانګ په خپله وينا کې وويل، چې موږ بايد تګ راتګ او تبادلې ته په لا درنه سترګه وګورو، د بېلا بېلو هېوادونو، ملتونو او تمدنونو ترمنځ متقابل تفاهم دې ژور کړو او ډيالوګ او ګډ توافقات دې پياوړي کړو. موږ بايد يووالي او همکارۍ ته په لا درنه سترګه وګورو، د همکارۍ او ګډ برياليتوب مفکوره دې ټينګه کړو او د نړيوالو ننګونو ضد مبارزې او د بشري تمدن د پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې وکړو. موږ بايد ورخلاصون او شراکت ته په لا درنه سترګه وګورو او هڅه دې وکړو، چې مختلف هېوادونه او خلک د اقتصاد د نړيوال کېدو له ګټو څخه برخمن شي. موږ بايد سولې او ثبات ته په لا درنه سترګه وګورو او د نړيوال پرمختګ، نړيوال امنيت او نړيوال تمدن وړانديزونه دې عملي کړو.

لي چيانګ زياته کړه، چې چين په تېرو لسو کلونو کې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ د مهم انجن رول لوبولی او په لا اوږده راتلونکي کې به د نړيوال اقتصاد د احيا او پرمختګ لپاره پياوړی قوت برابر کړي. چين هيله لري چې د نورو هېوادونو د تصديو له خاوندانو سره د اقتصاد د نړيوال کېدو ټينګ ملاتړ وکړي، بازاري اقتصاد وساتي او پر ازادې سوداګرۍ ټينګار وکړي.