چین پلان لري د اګیست ۱۵مه نېټه د ایکولوژيکي چاپېریال د ساتنې دولتي ورځ وټاکي
CMG2023/06/27 15:02:11
شريکول:

د ایکولوژيکي چاپېریال د ساتنې ملي ورځې د ټاکلو مسوده د جون په ۲۶مه نېټه د څېړنې او سنجش لپاره د چین د څوارلسم ملي ولسي کانګرس د دایمي کمېټې درېيمې غونډې ته وړاندې شوه. په دغه مسوده کې راغلي چې د اګیست ۱۵مه نېټه به د ایکولوژیکي چاپېریال ساتنې ملي ورځ وټاکل شي.

د ایکولوژيکي تمدن جوړونه د چیني ملت د دایمي پرمختګ مهم بنسټ دی، د ایکولوژيکي چاپېریال ساتنه د تولیدي توان د پیاوړتیا لپاره ډېره ګټوره ده.

د چین د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې مرستیال جاو چن شین وویل، د چین کمونست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهیسې، د شي جين پينګ په مشرۍ د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ایکولوژيکي چاپېریال ساتنې لپاره ډېر کوښښونه کړي او په دې سره د چین ایکولوژيکي چاپېریال تر ډېرې اندازې پورې ښه شوی.

شمېرې ښيي، چې له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې چین کې د انرژۍ مصارف هر کال په منځنۍ توګه 3 سلنه وو، په عین وخت کې د اقتصادي پرمختګ انډول يې هر کال 6.2 سلنه و. په دغو کلونو کې د انرژۍ د مصارفو ګراف 26.4 سلنه ټيټ شوی. د ۲۰۲۲م کال تر پایه پورې د چین په ښارونو کې د ښې هوا لرونکو ورځو انډول 86.5 سلنې ته رسېدلی او دغه حجم د ۲۰۱۳م کال په نسبت 20.8 سلنه لوړ شوی دی.

د چین د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې مرستیال جاو چن شین دې ته په اشارې سره چې چین په نوې زمانه کې د ایکولوژيکي چاپېریال ساتنې او جوړونې کې ستر بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي. هغه وویل، پاکې اوبه او شین غرونه د شتمنې معنا لري، دغه نظریه اوس د چین د بېلا بېلو قومونو ګډه نظریه ګرځېدلې ده. د چین د بېلا بېلو سیمو د مختلفو ارګانونو د زرغون پرمختګ د هڅولو لپاره په ګډه ډېر کوښښونه کړي دي. په داسې حال کې د ایکولوژیکي چاپېریال ساتنې د ملي ورځې ټاکل مهم ارزښت لري.

ښاغلي جاو چن شین وویل، دا چې د ایکولوژيکي چاپېریال ساتنې ورځ د ایکولوژیکي تمدن په برخه کې یوه مهمه ورځ ده، نو د چین ملي ولسي کانګرس د دایمي کمېټې د پرېکړې له مخې به د دې روځې ټاکل لا زیات ارزښت او اهمیت پيدا کړي. په مسوده کې راغلي چې د اګست ۱۵مه نېټه دې د ایکولوژیکي چاپېریال ساتنې د ملي ورځ په توګه وټاکل شي، چین به د ایکولوژیکي تمدن د پرمختګ په اړه ډول ډول تبلغاتي فعالیتونه ترسره کړي.

نوموړي دې ته په اشارې سره چې ولې د اګیست ۱۵مه نېټه انتخاب شوه؟ هغه وویل: دا چې عمومي منشي شي جين پينګ د ۲۰۰۵م کال د اګیست په ۱۵مه نېټه د جه جیانګ ولایت د هو جو ښار له ان جي ولسوالۍ څخه د لیدنې په وخت کې پر لومړي ځل دغه نظریه وړاندې کړه چې پاکې اوبه او شنه غړونه شتمني ده، دغه نظریه د ایکولوژیکي تمدن په اړه د شي جين پينګ اصلي لارښوونه ده. نو همدغه ورځ د ایکولوژيکي چاپېریال ملي ورځې په توګه ټاکل کېږي، ځانګړی اهمیت لري.

ښاغلي جاو چن شين پر دې ټينګار وکړ، چې د ایکولوژيکي چاپېریال ساتنې د ملي ورځ د ټاکلو موخه دا ده چې د عمومي منشي شي جين پينګ لارښوونکې نظریې پراخې شي او د ایکولوژيکي چاپېریال ساتنې په برخه کې د وګړیو اړوند فکرونه لوړ کړي او عملي کړنې يې پرمخبوزي، تر څو په چین کې د ایکولوژيکي چاپېریال ساتنې کارونه لا زیات پرمختګونه ومومي.