د داووس ۱۴م دوبنی فورم پرانیستل شو
CMG2023/06/28 10:58:11
شريکول:

د داووس ۱۴م دوبنی فورم چې ((د تصدۍ خاوندانو روحيه: د نړيوال اقتصاد محرک ځواک)) تر عنوان لاندې دی، د جون په ۲۷مه نېټه د چين په تيان جين ښار کې پرانيستل شو. دا له څلورو کلونو وروسته لومړی ځل دی چې دغه فورم په چين کې په حضوري ډول تر سره کېږي. د سیاسي او سوداګريزو ساحو، اکاډميکو او ټولنیزو او نړیوالو سازمانونو څه باندې ۱۵۰۰ مشرانو او نوښتګرانو په دې فورم کې برخه اخیستې ده او د فورم په لومړۍ ورځ کې يې له ګڼو ننګونو سره د مقاومت لپاره پر نړيوالې همکارۍ تمرکز درلود. (ژباړه: شکريه)