د جاپاني سیلانیانو له ن‍ظره د شينجیانګ رښتینې بڼه
CMG2023/06/28 15:08:32
شريکول:

د جاپان یو ۲۰ کسیزه سیلاني ګروپ د جون له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې د شینجیانګ د ارومچي، تورفان، کورلا او کاشغر په شمول ځینو سیمو څخه لیدنې وکړې، د شینجیانګ ځايي دودونه او قومي کلتورونه يې ښه پېژندلي. سیلانیانو په ټولنیزو رسنیو کې د خپل سفر بهیر شریک کړی.

دغه سفر په جاپان کې د چین سفارت لخوا ترتیب شوی، ډېرو جاپاني وګړو د ګډون لېوالتیا ښودلې. په دغه سیلانیز ګروپ کې سپين ږیري او هم د ښوونځیو زده کوونکي شامل وو. دوی وغوښتل چې په خپلو سترګو رښتینی شینجیانګ وګوري.

یادو جاپاني سیلانیانو له نږدې د شینجیانګ له تصدیو او منظره لرونکو سیمو څخه لیدنې کړې، د ځايي وګړیو رښتینی ژوند يې هم وکاته. جاپاني سیلاني Akihiko Inoue اکهیکو انوی د پمبې کرلو په لوړه کچه کروندیزو سیمو کې دا ولیدل چې د ماشین په مرستې د ۲۰ هکتارو په پراخوالي د پمبې کرلو کارونه یوازې په ۲ ورځو کې بشپړېدای شي، مسلکي دورانونه په ۵ ساعتونو کې د کیمیاوي موادو ایستنې کارونه تر سره کولای شي، هغه حیرانتیا څرګنده کړه او ويې ویل، چې په دې تړاو د جاپاني رسنیو اړوندې خپرونې د شينجیانګ له رښتيني حالت سره سمون نه لري، څرنګه چې د شینجیانګ په کرنیزو چارو کې د ماشیني کېدو کچه ډېره لوړه ده.

جاپاني سیلاني واتنابي یومي د شینجیانګ په منسوجاتي فابریکه کې دا ولیدل چې  کارکوونکي د پرمختللو ماشینونو په کارولو سره د پمبې چمتو کولو په شمول کارونه تر سره کوي، ویې ویل، چې جاپاني رسنیو پر شینجیانګ پسې د بشري حقونو مسئلې تړلې، خو دغه شان خپرونې ډېر د شک وړ دي. هغې وویل چې په ټولنیزو رسنیو کې به د شينجيانګ رښتینی حالت له دوستانو سره شریک کوي څو لا زیات کسان رښتینی شینجیانګ وپېژني.

د جاپان د دغه توریستي ګروپ ځینو سیلانیانو حتی د شینجیانګ له ځايي وګړیو سره سپورټ کړی، د واده په مراسمو کې يې ګډون کړی، سره يو ځای يې سندرې ویلې او نڅا یې کړې. جاپاني سپین ږیري مومو تارو له شینجیانګ سره ډېره مینه پیدا کړه. هغه د دغه سفر د یادولو لپاره په ځايي بازار کې یوه اویغوري قوم ځانګړتیا لرونکې خولۍ واخیستله. بل سیلاني سوګیما شونزو وویل، له شینجيانګ څخه دغه سفر لکه د ورېښمو لرغونې لارې کتل و، تاریخي احساسات يې راژوندې شوي او ستر اهمیت لري.

ډېرو جاپاني کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د دغو سیلانیانو لخوا د خپاره شویو مالوماتو تر کتلو وروسته تبصرې لیکلې، چې د شینجیانګ رښتینې بڼه د لوېديځو هېوادونو رسنیو په خپرونو کې جوړ شوی شکل بیخي بېله بڼه لري، دوی هم غواړي چې یوه ورځ شینجیانګ ته سفر وکړي.

اوسمهال د ډېرو هېوادونو کسانو شینجیانګ ته سفرونه کړي او د شینجیانګ رښتينې بڼې يې پېژندلې. له تېرو څو کلونو راهيسې د څه باندې سلو هېوادونو او سیمو څه دپاسه زرو ديپلوماتانو او خبریالانو له شینجیانګ څخه لیدنې کړې او له نږدې يې د شينجيانګ ښکلا، هوساینه او سمسورتیا کتلې ده. د فرانسې لیکوال او خبریال مکسیمی ویواس د درېیو ځلو لپاره شینجیانګ ته سفر کړی او د اویغوري قوم په اړه د جعلي خپرونو پای تر عنوان لاندې يې یو کتاب لیکلی. هغه وویل، چې نن ورځ ډېر کسان پوهېدلي چې د چین پر شینجیانګ د لوېديځو رسنیو تورونه بیخي بې ځایه او سیاسي موخه لري.

په عین وخت کې یو لړ شمېرې د شینجیانګ د پرمختګ بریالیتوب ښيي. د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د شینجیانګ د تولید عمومي ارزښت 414 میلیارډو، 952 میلیونو یوانو ته رسېدلی، په تېرو ۵ میاشتو کې څه باندې 72 ملیونو، 704 زرو سیلانیانو شینجیانګ ته سفر کړی، دغه دواړه شمېرې د تېر کال د همدې مودې په نسبت په جلا جلا توګه 4.9 سلنه او 34.91 سلنه زیاتوالی ښيي.

د یادو جاپاني سیلانیانو په خپلو رښتينو خبرو او مالوماتو دا تصدیق شوی چې د شینجیانګ واقعي بڼه د لوېديځو رسنیو له خپرونو سره بیخي سمون نه لري، په دې سره پر شینجیانګ د دغو رسنیو تورونه پخپله رد شوي دي.