د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۸مه نېټه د ګوليانګ مزي (Bond with Kuliang)په نوم د چين او امريکا د ولسونو دوستۍ فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ بنسټ په خلکو پورې اړه لري. نوموړي هيله ښودلې، چې د ګوليانګ کيسه او دوستي به په پراخه توګه خپره شي او د چينايانو او امريکايانو ترمنځ دوستي د ګوليانګ په ځنګل کې د زر کلنې ونې په شان نسل په نسل فعاله او ټينګه وي.
د ګوليانګ مزي په نوم د چين او امريکا د ولسونو دوستۍ فورم د جون په ۲۸مه نېټه د فو جيان ولايت په مرکز فو جو ښار کې جوړ شوی.