شي جين پينګ د چين د کمونېست ځوانانو اتحاد د نوې مرکزي کمېټې له مشرتابه ډلې سره خبرې اترې وکړې
CMG2023/06/28 13:19:34
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزې کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د جون د ۲۶مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د دغه هېواد د کمونېست ځوانانو اتحاد د نوې مرکزي کمېټې له مشرتابه ډلې سره خبرې اترې وکړې او مهمه وينا يې وکړه. نوموړي وويل، چې د چين د کمونېست ګوند او دولت د چارو راتلونکي په ځوانانو پورې اړه لري او هيله ده چې د چين د کمونېست ځوانانو اتحاد مرکزي کمېټه د چين د کمونېست ګوند غوښتنې درک کړي، په نوې زمانه او نوي مزل کې خپل مسئوليت پر غاړه واخلي، ښو عنعنوي دودونو ته دوام او پرمختګ ورکړي، پر اصلاحاتو او نوښت ټينګار وکړي او هڅه وکړي، چې چيني ځوانان د کمونېست ګوند په شاو خوا راغونډ کړي او د ځواکمن هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره خدمتونه وکړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د چين د کمونېست ځوانانو اتحاد بايد د هېواد د مهمو ستراتيژو او لويو دندو لپاره ځوانان منظم کړي، څو ځوانان د ټېکنالوژيک نوښت، د کليوالو سيمو د سمسورتيا، زرغون پرمختګ، ټولنيزو خداماتو او سرحدي دفاع په شمول بېلا بېلو چارو کې رغنده رول ولوبوي.