پوتين: روسي ځواک د یوې کورنۍ جګړې مخنیوی وکړ
CMG2023/06/28 14:53:32
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جون په ۲۷مه نېټه وويل چې د روسيې پوځي ځواکونو د بغاوت د مخنيوي هڅې په حقيقت کې د یوې کورنۍ جګړې مخه نیولې ده.

هغه وويل، د پوځ په شمول د ځواکمنو څانګو پرسونلو هېواد ته خپله وفاداري او مسووليت عملي کړى دى. د دوی هوډ او زړورتیا، او د روسی ټولنې وحدت د وضعیت په ثبات کې مهم رول لوبولی دی.

د روسيې شخصي پوځي ډلې واګنر د جون د ۲۳مې نېټې په پخې شپې بغاوت ته لمن ووهله چې په روسیه کې د کړکېچ لامل شوی. د روسيې فدرالي امنيتي ادارې د جون په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ چې د وسله وال بغاوت د پارولو په تور د واګنر ډلې پر بنسټګر پريګوجين جزايي دعوا اقامه شوې ده. د همدې ورځې په ماښام، د واګنر ډلې مشر د بلاروس د ولسمشر لوکاشینکو وړاندیز ومانه چې په روسيه کې د يادې ډلې چارې او فعالیت ختم کړي او شاتګ غوره کړي. د دې ډلې غړي او پوځي تجهیزات په همدې شپه په بشپړه توګه له هغې سیمې څخه ايستل شوي چې پکې د روسیې جنوبي نظامي مقر موقعیت لري.

د روسيې فدرالي امنيتي ادارې د جون په ۲۷ مه اعلان وکړ چې د پريګوجين پر ضد جنایي قضیه بېرته واخیستل شوه.