د امريکا خبري رسنۍ: چين او هند به د پاکو انرژيو په تهیه او کارونه کې مخکښ لارښوونکي وي
CMG2023/06/28 10:51:04
شريکول:

د امريکا د بلومبرګ نيوز ويبپاڼې د يوې ليکنې په خپرولو سره ويلي، چې چين او هند د نړيوال اقليمي بدلون او د هوا د ګرمېدو په برخه کې له اټکل نه زيات خدمتونه تر سره کوي. د نړيوال اقليم د راتلونکي لپاره د يو مهم اټکلي شاخص په توګه د کيمياوي موادو او نفتو پر ځای د پاکو انرژيو د ځای پر ځای کولو سرعت له لحاظه چين او هند مخکښ او لارښوونکی رول لوبوي.

په دغه ليکنه کې معرفي شوي، چې په چين کې د هر تن په سر د شنو خونو ګازو د ايستنې اندازه د امريکا نيمه برخه نيسي، په هند کې دغه اندازه د امريکا يو په اوومه برخه نيسي.

د شمېرنې له مخې، په چين کې د بادي برېښنا توليدولو اندازه د امريکا دوه چنده او د لمريزې برېښنا توليدولو اندازه په ټوله نړۍ کې يو په درېيمه برخه نيسي او د امريکا څه باندې دوه چنده دی. په چين کې د بيا استفاده کوونکو انژديو تجهيزات چې اوس د جوړېدو په حال کې دي، د نورو هېوادونو په پرتله ډېر زيات دي. اټکل کېږي، چې تر ۲۰۲۵کال پورې به په چين کې د برېښنا برابرولو په شبکه کې د بيا استفاده کوونکو انرژيو په وسيله توليد برېښنايي اندازه په عمومي اندازه کې يو پر درېيمه برخه ونيسي. سربېره پر دې، چين نه يوازې د هېواد په دننه کې برقي موټر جوړوي او هم د برقي موټرونو د صادرولو په چارو کې عمده هېواد دی.