په داوس دوبني فورم کې د چین پرمختګ کیسه ډېر د پاملرنې وړ ده
CMG2023/06/29 14:46:37
شريکول:

د نړیوال اقتصاد د څوارلسم دوبني فورم یعنې څوارلسم داوس فورم اوس په تیان جین ښار کېروان دی، نږدې د سلو هېوادونو او سیمو څه باندې یو زر پنځه سوه سیاسي او اقتصادي کارپوهان پکې برخه لري.

په دغه فورم کې ډېرو ګډونوالو د نړیوال اقتصاد اوسنی حالت کمزوری بللی. سږني دوبني فورم د سوداګرو روحیې د نړیوال اقتصاد هڅوونکی ځواک تر عنوان لاندې تر سره کېږي او د نړیوال اقتصاد احیا د دغه فورم یوه مهمه موضوع ده، ترې ښکاري چې خلک د نړیوال اقتصاد د احیا کېدو لیوالتیا لري.

په نړۍ کې د دوهم لوی اقتصاد په توګه، د چين توکو معاملو ارزښت د مسلسلو ۶ کلونو لپاره د نړۍ لومړی مقام نیولی او د نړیوالو ډېرې پاملرنې يې راجلب کړې دي. د چین اقتصاد په تېرو لسو کلونو کې منځنی کلنی زیاتوالی 6.2 سلنې ته ورسېد او د نړیوال اقتصاد لپاره د خدمت انډول يې له 30 سلنې زیات و.

د اقتصاد نړیوال فورم مشر بورګ بریندي وویل، د چین د اقتصادي زیاتوالي سرعت د ګردې نړۍ په نسبت نور ګړندی دی، سږ کال ښايي د نړیوال اقتصاد لپاره د چین خدماتي انډول 36 سلنې ته ورسېږي.

په حقیقت کې د چین دغه لوی بازار د نړیوالو ډېر د پاملرنې وړ دی. د کاناډا د سوداګرو استازي الیکس زاوکوف خبریال ته وویل، په دغه فورم کې ګډونوال د چین بازار، ثابت پرمختګ، د انفلاسیون ضد د مبارزې توان او نوښتي کچه لوړه ستاینه کوي. الیکس زاوکوف په ۲۰۱۹م کال کې د خپل شرکت مقر چین ته انتقال کړ او د ده په اند، په چین کې د لوړې کچې تخنیکي وړ کسان زیات دي او د تخنیکي بریالیتوبونو د عملي کارولو توان هم لوړ دی.

له ډنمارک څخه راغلی هنریک ستام کریستنسن د یو خوراکي موادو شرکت بنسټ ايښودونکی دی. هغه پلان لري چې په راتلونکو لسیزو کې په چین کې څو سوه فابریکې جوړې کړي. هغه وویل، چین ډېر لوی بازار او د توکو د حمل و نقل پياوړی سیسټم لري، نو هغه غواړي دلته د تولید مرکز جوړ کوي.

د چین چټک اقتصادي پرمختګ  د ګردې نړۍ د تصدیو لپاره نه یوازې یوه په زړه پورې کیسه ده، بلکې ګټور فرصت دی. اوس د نړۍ ډېرې زیاتې تصدۍ نه یوازې له چین سره اقتصادي او سوداګریزې تبادلې کوي، تخنیکي همکارۍ کوي، بلکې په نوښتي چارو کې هم د همکارۍ پلان لري.

که څه هم اوس ځينو لوېديځو هېوادونو له چین سره د اقتصادي اړیکو د پرېکون اوازونه راپورته کړي او په چین پسې يې تش په نوم ګواښ تړلی، خو په سږني دوبني داوس فورم کې د ګډونوالو له څرګندونو څخه ښکاري، چې دغه شان عملونه له همکارۍ او ګټور فرصت پرته او بې ځایه دي، له اقتصادي اصولو سره ټکر کوي او د منلو وړ نه دي. اوس د اقتصاد نړیوال کېدو کچه لوړه ده، له پرمختګ او همکارۍ ډډه کوونکي عملونه رښتينی ګواښ دی. د نړیوال اقتصاد فورم د اټکل له مخې، که نړیوال یو له بل اړیکې پرې کوي، د نړیوال تولید عمومي ارزښت به 7 سلنه یا 9 سلنه کم شي.

چین اوس د ورخلاصون او پرانیستې تګلارې نورې هم پياوړې کوي او په خپل پرمختګ له ګردې نړۍ سره ګټور فرصتونه شریکوي.

د پولنډ د سوداګرو استازې پاولینه مازوریک وویل، چین ته د راتګ څخه په زیاتېدو سره دا احساسات مې پيدا کړي چې دغه هېواد ډېر روښانه راتلونکی لري.

د سږ کال په دوهمه نیمايي کې به د یو کمربند او یوې لارې د نړیوالې همکارۍ جګپوړي فورم، د چین وارداتي نړیوال نندارتون او د چین د عرضې ځنځير لومړی نړیوال هڅوونکی نندارتون به په وار پرانیستل شي. د چین شکله عصري کېدو بهیر په روانېدو سره به له ګردې نړۍ سره نور زیات ګټور فرصتونه شریک کړي.

لکه د اقتصاد نړیوال فورم مشر بورګ بریندي چې ویلي، د چین د پرمختګ کیسه دوام لري.