لي چيانګ د مغولستان له صدراعظم لوسانامسرای وين يرډيني سره خبرې اترې وکړې
CMG2023/06/29 15:06:22
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د جون په ۲۸مه نېټه سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د مغولستان له صدراعظم لوسانامسراي وين يرډيني سره خبرې اترې وکړې.

لي چيانګ وويل، چې چين او مغولستان يو د بل مهم ګاونډي هېوادونه دي او له اوږدې مودې راهيسې خپلمنځي ښه ګاونډيتوب او همکاريزې اړيکې ټينګې کړي، چې دا د دواړو هېوادونو د خلکو له اصلي ګټو سره سمون لري. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تېر کال د مغولستان له ولسمشر اوخناګين خوريلسوح سره کتلي او په ګډه يې په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ نوې نقشه انځوره کړې. چين هيله لري، چې له مغولستان سره د دواړو مشرانو ګډ توافقات پلي کړي، د دواړو خواوو ترمنځ سياسي اعتماد او همکارۍ لا پياوړې کړي، د دواړو هېواودونو د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته پرمختګ ورکړي او خلکو ته نورې زياتې ګټې ورسوي.

لي چيانګ زياته کړه، چې چين غواړي له مغولستان سره د مرکزي ګټې او ډېر د پاملرنې وړ مسئلو کې متقابل ملاتړ وکړي او د بېلا بېلو برخو همکارۍ ژورې کړي. چين هرکلی کوي چې مغولستان د چين له پرمختګ څخه فرصتونه واخلي. دواړه هېوادونه بايد د ستراتيژۍ پيوستون او د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي پياوړې کړي، د سوداګرۍ او پانګونې د تګ راتګ لپاره دې اسانتياوې برابرې کړي، د کانونو او انرژۍ همکارۍ د زياتې کړي، د سرحدي سيمو او ګمرکاتو تبادلې او ټرانسپورټ پياوړی کړي او د صحرايي کېدو د مخنيوي، سيلانۍ او ښوونې په برخو کې همکارۍ ژورې کړي. چين به تر خپلې وسې پورې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخه کې له مغولستان سره مرستې زياتې کړي.

لوسانامسراي وين يرډيني وويل، چې مغولستان له چين سره د همکارۍ پياوړتيا د خپلو بهرنيو چارو لومړی لوری بللی. مغولستان د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او هيله لري، چې تر ۲۰۵۰ کال پورې د مغولستان د اوږدمهالي پرمختګ پلان د يو کمربند او يوې لارې له پېشنهاد او د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن له نړيوالو وړانديزونو سره پيوستون وکړي او د سرحدي بندرونو، انرژۍ او د صحرايي کېدو د مخنيوي په برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نوې مرحلې ته ورسوي.