د چين اسلامي ټولنې د جون په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې د لوی اختر د نمانځنې مېلمستيا ترسره کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د متحدې جبهې څانګې د عادي چارو مرستیال مشر چن شیاو جیانګ، د دې څانګې مرستيال مشر او د دولت د ديني چارو ادارې مشر چن ژوی فنګ په دې مېلمستيا کې ګډون کړی او ورته يې مبارکۍ وويلې.
د چين د اسلامي ټولنې مرستيال مشر ادیليجان اجکليمو په ياده مېلمستيا کې وينا کړې او د دې هېواد ټولو مسلمانانو ته يې سلامونه او نېکې هيلې څرګندې کړې.
په چين کې د اسلامي هېوادونو د څه باندې ۴۰ ډيپلوماټانو، په بېجينګ کې د نورو هېوادونو د اسلامي علماوو، د مرکزي کمېټې او د بېجينګ د اړوندو ادارو مسئولينو او د بېجينګ د مسلمانانو استازو په شمول تقريباً ۱۸۰ کسانو په ياده مېلمستيا کې ګډون کړی