چین: اړوند هېوادونه باید د چین د خاورې پر بشپړتیا او سمندري ګټو زیانمنې خبرې او عملونه ختم کړي
CMG2023/06/30 11:28:06
شريکول:

د چین د دفاع وزارت ویاند جانګ شاو ګانګ د جون په ۲۹مه په یوه خبري ناسته کې له اړوندو هېوادونو وغوښتل، چې باید د چین د خاورې پر بشپړتیا او سمندري ګټو زیانمنې خبرې او عملونه او د اوسني وضعیت د سختېدو کړه وړه پای ته ورسوي.

امریکا، جاپان او فلیپین څو ورځې مخکې درې اړخیزه امنیتي غونډه ترسره کړه، دریو خواوو د ختيځ او جنوب سمندري سیمې پر امنیتي چلنجونو پراخ بحثونه وکړل او پرېکړه يې وکړه، چې په جنوبي سمندر کې به په منظمه توګه پوځي تمرینونه ترسره کړي.

جانګ شاو ګانګ وویل، چین دې ته جدي پاملرنه کوي. هغه وویل، چین تل دا ادعا لري، چې دوه اړخیزې یا څواړخیزې همکارۍ دې د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګټورې وي، بلکې باید د کومې درېيمې خوا پر وړاندې نه وي یا د درېيمې خوا ګټې دې نه زیانمنې کوي. اوس د ختیځ او جنوب سمندري سیمې وضعیت عموماً ثابت دی، خو ځينو بهرنیو هېوادونو د خپلو شخصي ګټو لپاره په وضعیت کې ترینګلتیا  راپارولې، پوځي لمسوونکې کړنې او د مختلفو ډلو ترمنځ مقابلې يې راپورته کړي، په دې سره د سیمې وضعیت نور سخت شوی. د سیمې هېوادونه باید دې ته  ډېر بېداره اوسي او د خپلو ګټو له زیانمنېدو څخه دې ډډه وکړي. چین د نړیوالو سمندري قوانینو کلک ملاتړ کوونکی او جوړوونکی دی او  تل یې په دې ټینګار کړی،  چې نړیوالې شخړې او کړکېچ باید د مشورې او همغږۍ  له لارې حلېږي. چین له اړوندو هېوادونو څخه  غواړي، چې باید د چین د خاورې پر بشپړتیا او سمندري ګټو زیانمنې خبرې او عملونه، او د اوسني وضعیت د سختېدو کړه وړه پای ته ورسوي. د چین پوځونه به د وضعیت بدلون ته نږدې او جدي توجه وکړي او د خپل هېواد د حاکمیت، خوندیتوب او پرمختګ ګټو د ساتلو لپاره به کلک تدبیرونه ونیسي.

واشنګټن په دې وروستیو کې د تایوان مسئلې په اړه یو لړ نامناسبې خبرې او عملونه غوره کړي، ښاغلي جانګ شیاو ګانګ یو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ، چې د تایوان مسئله د چین ملي او سترې ګټې دي او د چین او امریکا په اړیکو کې تر ټولو مهمه موضوع ده او ستر خطر هم لري. بېجینګ له واشنګټن څخه غواړي، چې د یو چین پېژندنې اصل او د چین او امریکا ترمنځ د درېیو ګډو اعلامیو جدي مراعات وکړي، له چین څخه د تایوان د جلا کېدو د نه ملاتړ ژمنه دې پوره کړي.

ښاغلي جانګ شیاو ګانګ پر دې ټينګار وکړ، چې په نړۍ کې یوازې یو چین دی، تایوان د چین نه جلا کېدونکې برخه ده. د چین د حاکمیت او خاورې بشپړتیا په هېڅوجه نه جلا کېږي، دا د تایوان تنګې اوسنی وضعیت دی.

نوموړي زیاته کړه، بهرنیو ځواکونو له  څه مودې راهیسې د چین پرمختګ د مخنیوي لپاره د تایوان مسئله کارولې، د تایوان ځايي مقامات غواړي د واشنګټن تر ملاتړ لاندې له چین څخه بېل کړي، دا د تایوان تنګي وضعیت د خرابولو اصلي سبب ګرځېدلی. چین باید  یو وي او هرومرو به  یو وي. د تایوان مسئله حل و فصل د چینایانو کورنۍ چارې دي او چین د بهرنیو ځواکونو لاسوهنه هېڅ نه مني. د چین د یووالي عملي کېدو تمایل نه بدلېږي، د دغه تمایل د مخنیوي په موخه د ټولو بهرنیو ځواکونو کارونه به همېشه ناکامه شي. د چین د ازادي بخښونکي پوځ د خپل هېواد د حاکمیت او خاورې بشپړتیا د ساتلو لپاره کافي توان او  وړتیا لري.