د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۲مې کليزې په مناسبت د شي جين پينګ په پيغام کې څه معلومات شامل دي؟
CMG2023/06/30 10:28:28
شريکول:

(عکس: د ۲۰۲۱م کال د جولای په لومړۍ نېټه، د چين په بېلا بېلو سيمو کې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو ۱۰۰مې کليزې په مناسبت د لمانځنې فعاليتونه)

د جولای لومړۍ نېټه د چين د واکمن ګوند، يعنې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۲مې کليزې د يادونې له ورځې سره برابره ده. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د دغې ورځې په درشل کې د ګوند د ابادۍ او تنظيم په مناسبت لارښوونکی امر ورکړی او  غوښتي یې دي، چې د مهمو دندو په توګه دې د لوی ګوند ځانګړې مسئلې حل شي او په هره برخه کې دې د ګوند اداري سيستم بشپړ او د لوړ کيفيت د چارواکو ډله دې پياوړې شي.

د شي جين پينګ په دغه پيغام کې څه معلومات شامل دي؟ د ګوند اداره له حکومتولۍ سره څه اړيکې لري؟

د چين تېر سل کاله تاريخ د چين له کونېست ګوند څخه نه شي جلا کېدای. د چين د کمونېست ګوند وده د چين پرمختګ تحريک کړی. د دغه ګوند اصلاحات او  پرمختګ د چين اصلاحات او پرمختګ بلل کيږي. د چين د کمونېست ګوند له تېرو سلو کلونو راهيسې د قوي مشرتابه او د تنظيم د پياوړو چارو پر مټ برياليتوب تر لاسه کړی. په ۲۰۱۲م کال کې شي جين پينګ د دغه ګوند د مشر دنده پر غاړه اخيستې او له دې نه وروسته د شي جين پينګ په مرکزيتوب د دغه ګوند مرکزي کمېټې د ګوند د ادارې په اړه يو لړ نوې تيورۍ او تدبيرونه وړاندې او پلي کړي او د دغه سل کلن ګوند د اصلاحاتو نوې پاڼه يې پرانيستې ده.

شي جين پينګ د ګوند ابادي د کارونو اصلي برخه بللې او د ګوند د هرې برخې د جدي ادارې غوښتنه يې وړاندې کړې او دغه غوښتنه يې د سوسياليستيک عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ، د اصلاحاتو د ژورتيا او تر قانوني مقرراتو لاندې د حکومتولۍ په شمول درې اصول سره نښلولي. دغه راز د چين د کمونېست ګوند د دولتي ادارې ستراتيژيکه نقشه او عمومي چوکاټ جوړ شوی او د چين د کمونېست ګوند، د چيني  شکله عصري کېدو، د  چيني ملت د عصري تمدن د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا د پوره کېدو ترمنځ اړيکې څرګندې شوي، يعنې د چين د کمونېست ګوند پر مشرتابه ټينګار کول د چين د چارو د ښه تر سره کېدو اصلي غوښتنه ده.

د يوه واکمن ګوند اصلاحات په لنډه موده کې نه شي بشپړېدای او د ډېرو بدلونونو بهير ته اړتيا لري. د شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې د چين د کمونېست ګوند د واکمن ګوند د اصلاحاتو په مداومه مبارزه کې دی او د خپلو اصلاحاتو له لارې د چين د ټولنې اصلاحات بيايي او د ځواکمن هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره خونديتوب برابروي.