روسيه: له څو اړخونو مو د اوکراين بريدونه مات کړي
CMG2023/06/30 11:29:23
شريکول:

د روسيې دفاع وزارت د جون په ٢٩مه د جګړې په اړه يو راپور خپور کړ، چې وايي، د روسيې پوځ تېره ورځ د دونيتسک، کراسني ليمان، نون دونيتسک او زاپوروزې په څنډو کې د اوکراين څو بريدونه مات کړل، چې په ترڅ کې د اوکراين سرتيري او د ټانکونو په ګډون جنګي تجهيزات زيانمن شوي دي. سربېره پر دې، د روسیې پوځ د کوپیانسک او خرسون په لور د اوکراین پر سرتېرو، جنګي تجهیزاتو او مهماتو بريدونه کړي دي.

د اوکراين د وسله والو ځواکونو لوی درستيز په همدې ورځ وويل، چې د اوکراين او روسيې ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لومړۍ کرښه کې شاوخوا ٢٢ جګړې کړي دي. د اوکراین هوايي، توغندیز او توپچي ځواکونو د روسيې پوځ اهداف په نښه کړل او د بخموت له څنډې څخه یې روسي پوځ بېرته د دفاع په لیکه کې  راوګرځول. (ژباړه: شکريه)