تېر کال د چين د کلتوري چارو عايدات په سلو کې يو زيات شوي دي
CMG2023/06/30 10:21:20
شريکول:

د چين د احصائيې دولتي ادارې د جون په ۲۹مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړې چې له مخې يې تېر کال د چين د کلتوري چارو عايدات ۱۶۵۵۰ ميليارډه او ۲۰۰ مليونه يوانو ته رسېدلي چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله ۱۶۹ ميليارډه او ۸۰۰ مليونه يوانه زيات شوی او په سلو کې يو يې زياتوالی ښيي.

د يوې شمېرنې له مخې تېر کال له ۱۶ نويو کلتوري چارو څخه تر لاسه ګټې ۵۰۱۰ ميلیارډه او ۶۰۰ مليونه يوانه و چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه اووه زيات شوی او پرمختايي انډول يې د ټولو کلتوري چارو پرمختيايي انډول په سلو کې پنځه اعشاريه اووه لوړ شوی دی.

د نويو کلتوري چارو عايدات د ټولو کلتوري چارو د عمومي عايداتو په سلو کې دېرش اعشاريه درې برخه نيولې چې دغه شمېر د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يو اعشاريه شپږ زياتوالی ښيي.