د افغانستان سرپرست حکومت په دې وروستيو ورځو کې په خپله رسمي ويبپاڼه کې يوه اعلاميه خپره کړې او له مخې يې کابينې په رسمي توګه د کار او ټولنيزو چارو سرپست وزارت لخوا وړاندي شوی سند منظور کړ، چې، هر کال د اګست په ۳۱مه نېټه به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د يادونې ورځ په نوم ونومول شي.
د امريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د افغانستان جګړه پيل کړه یاده جګړه د ۲۰۲۱کال د اګست تر ۳۰ مې پورې پای ته ورسېده. په دې شلو کلونو کې د دغې جګړې په ترڅ کې د څه باندې ۳۰ زرو تنو ملکي وګړو په شمول ۱۷۴۰۰۰تنه مړه شوي او په لسګونو ميليونه کسانو کډه کړې.