«د چين د ولسي جمهوريت د ډيپلوماتيکو اړيکو قانون» په رسمي توګه نافذ شو
CMG2023/07/01 12:05:03
شريکول:

د جولای له لومړۍ نېټې څخه  به «د چين د ولسي جمهوريت د ډيپلوماتيکو اړيکو قانون» په رسمي توګه نافذ شي. دغه قانون په چين کې د ډيپلوماتيکو اړېکو لپاره لومړی بنسټيز، لارښوونکی او هراړخيز قانون دی، چې پکې د چين او نړۍ د تګ راتګ لپاره بشپړ قانوني اصول برابرېږي. نړۍ به د دغه قانون له لارې د چين په هکله لا زيات معلومات تر لاسه کړي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو، د ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ ګټو او د نړيوال عدالت د ساتلو لپاره د چين ټينګ هوډ او دندې وپېژني. د سينګاپور د «ليان هه ځاو باو» ورځپاڼې د کارپوهانو له قوله ويلي، چې دغه قانون د چين ډيپلوماتيکې تګلارې او اصولو څرګندوی دی او د چين د کمونېست ګوند د ډيپلوماتيکو چارو اصول د قانون په توګه په ګوته کوي.

په دغه قانون کې څرګند شوي، چې چين به د ملګرو ملتونو د منشور، هدف او اصول مراعات کړي. دا د ځينو لويديځو هېوادونو د هغې کړنې برعکس دی، چې د نړيوالو قوانينو پر ځای خپل کورني قانون ته لومړيتوب ورکوي. دغه قانون دا څرګندوي چې چين د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړيوال سيستم ساتي او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ نړيوال  نظام پيژني.